Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان - قزاق نندارتون پای او له استانې د افغانستان لاسته راوړنې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغان - قزاق د درې ورځني نندارتون له پای او د قزاقستان له چارواکو او خصوصي سکټور سره د رسمي لیدو کاتو خبر ورکوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي چې دغه نندارتون ښې لاسته راوړنې لرلې او د دواړو هېوادونو د خصوصي برخې ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د ۱۹۰ مېلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شوي دي.
 
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وویل:«د قزاقستان له خوا هغه هڅې چې له موږ سره د سوداګرۍ د اسانتیاوو په خاطر وشوې، له موږ سره هم‌نظر شول. د ټرانسپورټ، ټرانزیټ، د دواړو لورو د پانګونې او سوداګرۍ اسانتیاوو، او پر بانکي موضوع مو ډېره پاملرنه وکړه. چې له لنډ لارو او لږ لګښت سره وکړای شو چې ټرانسفر شي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزرات ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد هم وايي:«د افغان - قزاق په نندارتون کې ۳۵۰ سوداګرو د هېواد ۴۲۰ قلمه تولیدات او محصولات نندارې ته اېښي وو. چې له نېکه‌مرغه د کوربه هېواد او ګډون کوونکو له لوري ترې هرکلی وشو.»

په کابل کې د قزاقستان پخوانی سفیر وایي، چې په قزاقستان کې د افغاني محصولاتو او تولیداتو نندارتونونه د دواړو هېوادونو د اړیکو پر ښه‌والي مثبت اغېز کولای شي.

په کابل کې د قزاقستان پخوانی سفیر اومرتای بتیموف څرګندوي:«ومو لیده چې له دواړو لوري لېوالتیا ډېره ده. قزاقي وګړي د افغانستان له غالیو، وچو مېوو او ټولو محصولاتو لیدنه وکړه او معرفي شول.»

بل خوا، ځينې سوداګر د افغان- قزاق د نندارتون له لاسته راوړنو ډک ګڼي او د دغه راز نندارتونونو جوړېدل د هېواد د سوداګرۍ او اقتصاد د ودې لپاره ګټور ګڼي.

د غالیو د ټولنې رییس نور احمد نوري وايي:«د غالیو په برخه کې، زموږ ګډونوالي په درې ورځو کې خپلې ۸۰ سلنه غالۍ وپلورلې. او ترې هرکلی وشو، هوکړ لیک او سپارښتنې مو هم ترلاسه کړې.»

سوداګر نصیراحمد مجیدي څرګندوي:«ښه پلور مو درلود او له افغاني محصولاتو د قزاقستان د خلکو هرکلی عالي و. او د دې په هیله هم یوو چې په راتلوونکي کې هم دا ډول نندارتونونه په نورو هېوادونو کې هم جوړ شي.»

سوداګر احمد فرید نیک‌ زی هم زیاتوي:«سترو قزاقي شرکتونو موږ ته وړاندیز وکړ چې په کابل کې له موږ سره په ګډه کار وکړي او د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي. دا ښه لاسته راوړنه ده.»

په دغه نندارتون کې د افغانستان د خصوصي سکټور د څوارلسو برخو ۳۵۰ تنو استازو ګډون کړی او د قزاقستان په پلازمېنه استانې کې یې په ۷۰ غرفو کې خپل محصولات او تولیدات د درېیو ورځو لپاره نندارې ته اېښي دي.

شریک یي کړئ