د ریاست الوزراء اقتصادي کمېسیون د دغه کمېسیون په نوبتي غونډه کې وایي چې«د افغانستان د اقتصادي مشورتي بورډ » د جوړېدو طرحه تایید شوې ده.
د دغه کمېسیون په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بورډ به د هېواد د مهمو اقتصادي مسایلو په تړاو مشورې ورکړي او د پوهنتون استادان، اقتصاد پوهان، سوداګر او صنعتکاران به یې په غړو کې شامل وي.
د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان په دې هکله وویل:«د اقتصادي مشورتي بورډ جوړېدل چې د اقتصادي کارپوهانو او خصوصي سکټور شاملېدل په کې بنسټیز رول لري، چې کولای شي اقتصادي کمېسیون ته ښې مشورې ورکړي. دولت ته د مشورې ورکولو لپاره د خصوصي سکټور، متخصصینو او اقتصادي کارپوهانو نږدې کېدل یو ډېر ښه ګام دی.»
اقتصاد وزارت د افغانستان د اقتصادي مشورتي بورډ جوړېدل د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم بولي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري څرګندوي:«د اقتصادي مشورتي بورډ له جوړېدو موخه دا ده چې اقتصادي فعالیتونه سیستماتیک شي او موږ د لارې د نقشې او د سند د ملي مکتوب له تدوین سره کولای شو چې خپلو خلکو ته اقتصادي وده، پراختیا او اقتصادي ځان بساینې رامنځته کړو.»
د ریاست الوزرا د اقتصادي کمېسیون د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د علومو له اکاډمۍ غوښتل شوي چې د چرګانو د شرعي ذبحې د لارښود مسوده جوړه کړي.
د خبرپاڼې له مخې د صنعت او سوداګرۍ، کرنې او اوبولګونې، عامې روغتیا د وزارتونو او ښاروالۍ له استازو جوړه کمېټه دې له شرعي اصولو سره سم د چرګانو د حلالولو لارښود چمتو او د تایید لپاره مرکزي دارالافتاء ته ولېږي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجيزاده وايي:«موږ کولای شو له مشخصې پتنې په ځانګړې توګه له قضابیو پېر ولرو، را دې وړي په مرکز او پلازمېنه کط دې په پرچون ډول وپلوري او دا څو ښېګڼې لري، به نورو هېوادونو کې هم مسلخ یې له پلازمېنې لرې وي چې دا یو ښه ګام دی.»
د افغانستان اقتصادي مشورتي بورډ په داسې حال کې جوړېږي چې د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو سازمانونو تل په افغانستان کې پر اقتصادي ناورین اندېشنه څرګنده کړې ده.