Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان بانک: د افغانۍ تازه چاپ شویو بانکنوټونو ستره برخه ترلاسه شوې

د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د ۱۰۰ مېلیارد نویو چاپ شویو افغانیو یوه ستره برخه یې ترلاسه کړې ده او د افغانستان بانک او خصوصي بانکونو له لارې په منظمه توګه وېشل شوې دي.

د افغانستان بانک سرپرست هدایت‌الله بدري ملت ته د دولت د حساب ورکړې په پروګرام کې ویلي چې دغه بانک د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو ارزښت ثابت ساتلی دی.

د انفلاسیون کنټرول، د اسلامي بانکوالۍ د سسټم جوړېدل، د پیسو د خدمتونو شرکتونو او صرافیو ته د جوازونو د ورکړې د سیستم فعالېدل او په بانکونو کې د خلکو د پیسو په ورکړه کې زیاتوالی د افغانستان بانک د تېر یو کال تر ټولو مهمې لاسته راوړڼې ښودل شوې دي.

هدایت الله بدري ملت ته د دولت د حساب ورکړې په پروګرام کې وویل:«د نویو بانک‌نوټونو د چاپ په برخه کې، بریالي عملیات یې مخته بیولي دي. مرکزي بانک په تېر یوه کال کې توانېدلی چې نوي بانک‌نوټونه چاپ او د هغه ستره برخه هېواد ته ولېږدوي.»

د افغانستان بانک د پولي سیاستونو عمومي رییس احمد جواد سداد هم وايي:«هغه مبلغ چې ویل شوي، کابو ۱۰۰ مېلیارد افغانۍ ویل شوي دي او د هغه یوه ستره برخه موږ ترلاسه کړې ده او د هغه د وېش میکانیزم په منظمه توګه د بانک‌نوټونو په تبدیلۍ او وېش په برخه کې او هغه څه چې د پیسو د عرضې په برخه کې اړین دي او هغه مدیریت چې موږ یې لرو، له هغې استفاده کوو.»

بل خوا، د افغانستان بانک مسوولان د پړسوب یا انفلاسیون د کموالي خبره کوي او وایي چې د پیسو د زیرمو په مدیریت سره په بازارونو کې د اسعارو اړتیا پوره شوې ده.

د افغانستان بانک د اسلامي بانکوالۍ عمومي رییس محمد یوسف سلیم څرګندوي:«که‌چېرې خلک بانکونو ته ولاړ شي او خپلې پیسې وباسي، څرګنده ده چې بانکونو پیسې په اقتصادي برخو کې پرې پانګونه کړې ده او د ځينو خلکو لپاره یې د کار زمینه برابره کړې، په هغه صورت کې بانکونه سقوط کوي. له خپلو هېوادوالو هیله کړو چې په بانکي نظام اعتماد وکړي. د افغانستان بانک هغوی کنټرول وي.»

د افغانستان بانک د غیربانکي موسسو رییس احمد ظاهر ناصرزی هم وايي:«د صرافۍ د کسیز ټول درې زره جوازونه چې پخوا وېشل شوي وو، لغوه شوي دي. له دې وروسته، صرافۍ او د پیسو د عرضې خدمتونه د مالي او غیر بانکي بنسټونو په توګه او د الکټرونیکي سیسټم له لرلو سره او د ملي او نړۍوالو معیارونو له رعایت سره د صرافۍ او پیسو د خدمتونو زمینه برابروي.»

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، دغه بانک پروسږکال د هېواد په مالي نظام کې د لویو نغدي معاملاتو ۵۶۰ راپورونه او د مشکوکو معلوماتو ۶۱۸ راپورنه ترلاسه کړي دي. دغه راز په دې موده کې سل مشکوکې مالي قضیې څېړل شوي او په پایله کې یې ۳۰ قضیې د قانون د تنفیذ ادارو ته سپارل شوې دي.

شریک یي کړئ