د کابل اوسېدونکي وايي د دې سربېره چې د ډالرو نرخ د افغانیو په وړاندې کموالی موندلی؛ خو د پلازمېنې په بازارونو کې د خوراکي توکو په بیه کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.
د کابل اوسېدونکي له چارواکو غواړي چې د خلکو کمزوری اقتصاد دې په پام کې ونیسي او په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیې د کنټرول په برخه کې لا ډېره هڅه وکړي.
د کابل اوسېدونکی عزم الدین د طلوعنیوز خبریال ته وویل:«د خوراکي توکو بیه د هرې ورځې په تېرېدو سره مخ په لوړېدو ده. خلک ډېر اندېښمن دي او د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی. زما او د ټول ملت غوښتنه دا ده چې حکومت باید په دې برخه کې پاملرنه وکړي.»
د کابل اوسېدونکی عنایت الله هم وايي:«سوداګر باید د خوراکي توکو بیه راټیټه کړي. ډالر هم ۸۴ افغانۍ ته رسېدلی. خلک لاهم خوراکي توکي په پخوانۍ بیه پېرلي.»
د کابل شهزاده سرای صرافانو ټولنه د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت لوړېدل د هېواد د اقتصاد په ګټه بولي. دغه ټولنه زیاتوي چې اوسمهال په بازارونو کې یو امریکايي ډالر ۸۴ افغانۍ او ۱۰ پوله تبادله کېږي.
د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمن ځیرک طلوعنیوز ته څرګندوي:«په څو پرلهپسې ورځو کې د ټولو بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی او د ډالر ارزښت د ټيټېدو په حال کې دی. همدا اوس یو ډالر په شهزاده سرای کې ۸۴ افغانۍ او ۱۰ پوله تبادله کېږي.»
ورته مهال د کابل د منډوي یو شمېر هټۍوال وايي چې ځينې سوداګر د خوراکي توکو د بیې په لوړوالي کې لاس لري.
هټۍوال ایام الدین یوسفي وویل:«د یوه هټۍوال په توګه، د خوراکي توکو بیه پر اسعارو اغېزه نهلري د دې لپاره چې بیه د دوه یا درې سترو سوداګرو په انحصار کې ده. نو د اوړو، غوړیو، وریژو او نورو خوراکي توکو د بیې لوړوالی او ټیټوالی، د دې سربېره چې ډالر راټیټ شوی، دا دی چې زموږ سوداګر انصاف نهلري.»
بل هټۍوال جمعه ګل هم وايي:«اوړه، وریژې، غوړو او هرڅه له بهره په ډالرو راځي. کله چې د اسعارو بیه ټیټه او یا لوړېږي، سوداګر تاوان کوي او هټۍوال اړ دی چې د خوراکي توکو بیه په افغانیو لږه لوړه کړي؛ ځکه چې په ډالرو د توکو بیه لوړېږي.»
د کابل ښاروالۍ بیا په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو د کنټرول خبره کوي او زیاتوي چې د نرخونو ټاکل د کورنیو او بهرنیو اسعارو د تغییراتو پر بنسټ دي.
د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی څرګندوي:«په دې څو ورځو کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د ډالرو نرخ راټيټ شوی. په همدې بڼه د کابل ښاروالۍ دغه بدلونونو په بشپړه توګه په پام کې نیسي. او د کابل ښاروالۍ نرخونه په بشپړه توګه د هغو موردونو په مطابق دي چې امکان لري د لومړنیو توکو په نرخ کې کموالی او زیاتوالی راولي.»
د خوړو نړۍوال پروګرام د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه لوړه شوې او ۲۸ مېلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.