د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د سوداګریز بورډ له رییس او ځينو سوداګرو سره لیدلي دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالغني برادر په دغې لیدنه کې د اقتصادي، سوداګریزو مسایلو او په افغانستان کې د پانګونې د شته فرصتونو په تړاو خبرې کړې دي.
د دغې خبرپاڼې پر پر بنسټ، په دغې کتنه کې ټینګار شوی چې اوسمهال په افغانستان کې د کرنې، د انرژۍ تولید، بنسټیزو پروژو، صنعت، اړیکو او ګڼو نورو برخو کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی طلوعنیوز ته وايي:«په دې لیدنه کې ترکي او کورني سوداګر هم وو، ترکي سوداګرو په ځانګړې توګه د برېښنا، کانونو، کرنې، ودانۍ او روغتیا په برخو کې لېوالتیا ښودلې ده.»
یو شمیر سوداګر بیا وايي، ترکیه د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخو کې شته ستونزې باید حل شي.
سوداګر سلمان رها وویل:«له هغه ځایه چې د افغانستان اسلامي امارت وکړای شي چې ترکي پانګوالو پام ځان ته جلب کړي، له شک پرته چې موږ هم د اقتصادي ودې ته رسوي او د کار زمینه به لا ډېره کړي.»
ورته مهال د اقتصادي چارو ځيني شنوونکي بیا پر دې باور دي چې په هېواد کې د بې وزلۍ د پای ته رسولو په موخه د ترکي سوداګرو پانګونه ډېره مهمه ده.
د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالنصیر رښتیا په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«د ترکیې د ګمرک سخت دریځه قانون اشاره وکړه او همدارنګه د ترکیې له لارې د افغانستان د ټرانزیټي توکو د ټرانزیټ په برخه کې اسانتیا رامنځته شي چې د ترکیې له لارې نورو اروپايي او اسیايي هېوادونو ته له ښې اسانتیا سره ټرانزیټ شي، د افغانستان د صادراتو کچه زیاتوالی مومي.»
د اقتصادي چارو شنوونکی میرشکیب میر هم څرګنده کړه:«په دې شرط چې افغانستان د سوداګریزو اړیکو له پراختیا سره وکړای شي د خپلو صادراتو کچه زیاته کړي او دا کولای شي چې د تولیداتو او ملي عوایدو په زیاتوالي کې مطلوبه اغېزه ولري.»
تر دې مخکې، ملا عبدالغني برادر د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره په کتنه کې، د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، سوداګرۍ، سیمهییز نښلون، اقتصادي همکاریو، د ګډې سوداګرۍ خونې جوړولو، د هوايي دهلیز پرانیستو او په افغانستان کې د ترکي پانګوالو د پانګونې په تړاو خبرې کړې وې.
په دې اړه مو اندونه