د افغانستان د اماني صندوق چارواکي طلوعنیوز ته وايي چې دغه صندوق تراوسه ۱۳۵ مېلیون ډالره ګټه کړې ده.
د افغانستان اماني صندوق د ۱۴۰۱ لمریز کال د وږي په مه ۲۴جوړ شو. د افغانستان د اماني صندوق د مدیره پلاوي یو غړي طلوعنیوز ته وایي چې په ټوله کې د دغه صندوق د جوړېدو موخه په هېواد کې د پانګې د زیاتېدو لپاره د شتمنیو ستنېدل دي.
د افغانستان د اماني صندوق د مدیره پلاوي غړی شاه محمد محرابي وايي:«د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر کې کله چې ولسمشر بایډن د یوه نوي بنسټ د جوړېدو خبر ورکړ، په دې برخه کې یو مهم پرمختګ رامنځته شو.د هغه بنسټ د نیمایي کنګل شویو زیرمو مدیریت ته لېوالتیا لرله، چې شاوخوا ۳٫۵ مېلیارده یې د افغانستان د خلکو د وضعیت د ښه کولو لپاره په پام کې نیول شوې وې.»
بل خوا د کانونو او صنایعو خونه د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو یوه برخه په خصوصي سکټور پورې اړونده ګڼي او وایي چې د اقتصادي ودې لپاره اړتیا ده چې کنګل شوې شتمنۍ بېرته آزادې شي.
د کانونو او صنایعو خونې رییس شیرباز کمین زاده څرګندوي:«کابو ۲٫۲ مېلیارد ډالره یې د افغانستان په خصوصي سکټور پورې اړونده دي چې له بده مرغه هغه پیسې په خصوصي بانکونو او د افغانستان په مرکزي بانک کې وې، دغه پیسې تل امریکا ته استول کېدې او هلته زېرمه کېدې.»
بل پلو، د اقتصاد وزارت یو ځل بیا له امریکا متحده ایالتونو غواړي چې له قید او شرط پرته د هېواد ټولې شتمنۍ ازادې کړې.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وویل:«د افغانستان د خلکو مشروع شتمني ده، باید له قید او شرط پرته ازادې شي او د افغانستان د خلکو په واک کې ورکړل شي، او له دغې ملي پانګې د افغانستان د خلکو د پراختیايي موخو د مخته وړلو په درشل کې مرسته واخیستل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې پر هېواد د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان څه باندې نهه میلیارده ډالره د امریکا او اروپا په بانکونو کې کنګل شوې دي.