Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملا عبدالغني برادر افغانستان کې د ترکیې د پانګونې د زیاتوالي غوښتنه وکړه

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د ترکیې د سوداګرۍ له وزیر سره په لیدنه کې د کابل او انقرې ترمنځ په صنعتي پارکونو کې د پانګونې، د نندارتونونو پر جوړولو او د کوچنیو او منځنیو سوداګریو د پراختیا په هکله خبرې اترې کړې دي. 

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت په یوې خبرپاڼه کې همدارنګه ویلي چې په دغې لیدنه کې همدارنګه د پانګونې د زیاتوالي او د سیمه‌ییز نښلون په هکله هم خبرې شوې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مومند وویل:«د سوداګرۍ له وزیر سره په لیدنه کې، هغه ستونزې چې د ترکیې سوداګر یې په افغانستان کې لري او هغه ستونزې چې افغان سوداګر یې په ترکیه کې لري، پرې بحث او خبرې اترې وشوې او د دې په هکله چې څه ډول وکړای شو چې ترکیې ته د کام‌ایر د الوتنو شمېر زیات کړو هم خبرې شوې دي.»

بل خوا، ځينې سوداګر پر دغو کتنو د خوښې په څرګندولو سره وایي، چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د راکړې ورکړې د زیاتېدو په موخه اړتیا ده چې د وېزې د اخیستو په برخه کې سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې شي.

سوداګر زلمی عظیمي وايي:«افغان سوداګر هغه ستونزه چې له ترکیې سره په سوداګرۍ کې لري، یوه یې د ویزې په برخه کې ده. که‌چېرې د ویزې ستونزې حل شي، له ترکیې سره د افغانستان سوداګري له دې زیاتېږي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي، چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له ترکیې سره د افغانستان د راکړې ورکړې کچه ۲۸ مېلیون ډالرو ته رسېدلې چې پنځه مېلیونه ډالره یې صادرات جوړوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد څرګندوي:«د ۱۴۰۲ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له ترکیې سره د افغانستان سوداګري کابو ۲۸ مېلیون ډالره وه چې پنځه مېلیون ډالره یې صادرات او ۲۳ مېلیون ډالره یې هم واردات جوړوي، ترکیې ته زموږ د صادراتو مهم توکي، بادام، غالۍ، د غوا څرمن، پنبه او وچ زردالو وو.»

تر دې وړاندې ملا عبدالغني برادر د ترکیې د سوداګریز بورډ (سوداګریز پلاوي) له مسوولانو سره په کتنه کې ویلي و، چې اوس‌مهال په افغانستان کې د انرژۍ د تولید، بیخ بنسټونو، صنعت، ارتباطاتو او نورو بېلابېلو برخو کې د پانګونې لار هواره شوې او  ترکي سوداګر کولای شي په هېواد کې په دغو برخو کې پانګونه وکړي.

شریک یي کړئ