Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سوېلي اسیا - چین په نندارتون کې د ۵۰ افغان سوداګرو ګډون

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د دغې خونې د پلاوي په مشرۍ ۵۰ افغان سوداګرو د سوېلي اسیا - چین د صادارو او وارداتو په اووم نندارتون کې ګډون کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د دارالانشا رییس خان محمد سرفراز باز په دې هکله وايي:«د دغه کنفرانس د نندارتون په برخه کې کابو ۵۰ تنه افغان سوداګرو غرفې نیولې وې چې په دغه نندارتون کې د افغانستان تولیدات او محصولات نندارې ته کېږدي او همدارنګه په دغه کنفرانس او نندارتون کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازو هم ګډون کړی دی.»

چین د دغه هېواد د سوېل لوېدیځ په کیونمیک ولایت کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د افغانستان په ګډون د سوېلي اسیا د سوداګرو په حضور سره د صادراتو او وارداتو نړۍوال نندارتون جوړ کړی دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال چې د دغه نندارتون لمانځغونډې ته یې په آنلاین بڼه وینا کوله، وویل چې اسلامي امارت اقتصاد محوره سیاست لري.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي:«د دا ډول نندارتونونو جوړول کولای شي چې د سیمې هېوادونه سره نږدې کړي او شته سوداګریزې موکې ډېرې کړي. حکومتونه د خلکو د اقتصاد د ودې لپاره مسوولیت لري چې له یو بل سره همکاري وکړي.»

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال دغه راز زیاتوي چې اسلامي امارت د چین د کمربند او لارې د طرحې ترڅنګ، د دواړو لورو ترمنځ پر هر اړخیزې همکارۍ باور لري او چمتو دی چې په هېواد کې بهرنیو پانګوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

مولوي عبدالکبیر زیاتوي:«د افغانستان او چین ترمنځ اقتصادي اړیکې په ښه کچه کې دي او دواړه لوري د دغو اړیکو د پراختیا لپاره هڅې کوي. دوه کاله مخکې یعنې د اګست په ۱۵مه کله چې په افغانستان کې سیاسي بدلونونه راغلل، چین له لومړنیو هېوادونو و چې موږ وتوانېدو د جعلوزو د محصولاتو صادارت دغه هېواد ته پېل کړو.»

چین هغه اسیایي هېواد ګڼل کېږي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یې په کابل کې خپل سفارت پرانستی ساتلی دی او دغه راز د امو سیند د نفتو د حوزې د استخراج په ګډون یې له سرپرست حکومت سره ځيني سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه