Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په څلورو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ ۵۱۲ مېلیون دالري راکړه ورکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د روان هجري لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له ایران سره د افغانستان د راکړې ورکړې کچه څه باندې ۵۱۲ مېلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

د دغه وزارت د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، ایران ته د افغانستان د صادراتو کچه د وارداتو پر تله کمه ده خو د صاداراتو د زیاتوالي په موخه هڅې روانې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي:«د روان لمریز کال د لومړیو څلورو میاشتو په لړ کې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه ۵۱۲ مېلیون ډالره ده چې کابو ۵۰۶ مېلیون ډالر یې واردات او ۶ مېلیون ډالره یې هم صادرات دي.»

یو شمېر سوداګر بیا وايي، ایران ته د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي لپاره، مهمه ده چې سوداګرو ستونزو ته رسېدنه وشي.

سوداګر محبوب الله محمدي طلوع‌نیوز ته وویل:«د ایران په بازار کې د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي لپاره د هوکړه لیک نشتوالی او یا د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتي فرصتونو رامنځته کول او یا د ایران له لارې د نورو هېوادونو د ټرانزیټي لارو استفاده کول، هغه ستونزې دي چې تراوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ پر خپل ځای دي.»

سوداګر زلمی عظیمي هم وايي:«د وارداتو په برخه کې هم د پیسو په لېږد کې ځينې ستونزې لرو. البته پیسې دوبۍ ته لېږدول کېږي، که‌چېرې دغه ستونزه حل شي، هم واردات او هم صادرات به حل شي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، د پنبې او کاني توکو د صادراتو لپاره ایران یو ښه بازار دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مهمند څرګندوي:«ایران د افغانستان ډېریو صادراتي توکو ته اړتیا لري له هغې ډلې، وچې مېوې، ماربل، اونیکس او ټکس یې ډېر لوړ دی. ایران د پاکستان او چین په څېر ترجیهي تعرفه نه ده ورکړې. موږ له ایران غواړو چې افغان سوداګرو ته ترجیهي تعرفه ورکړي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ورکړ شویو شمېرو له مخې، د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو صادراتو او وارداتو کچه په کال کې دوه مېلیارده ډالرو ته رسېږي او هڅه روانه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې کچه تر لس مېلیارده ډالرو لوړه شي.

شریک یي کړئ