Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سوداګرۍ د پیاوړتیا په موخه افغانستان ته د ازبیکستاني پلاوي راتګ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت هېواد ته، د ازبیکستان د کانونو وزارت د لومړي مرستیال ناظم جان خالمرادوف په مشرۍ د دغه هېواد یوه ۳۰ کسیزه پلاوی له راتګه خبر ورکوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وایي چې هېواد ته د ازبیکستان د دغه پلاوي د راتګ موخه، د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې په برخو کې د اړیکو پياوړتیا ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند څرګنده کړه:«د سفر موخه، د سوداګریزو، ټرانزیټ اړیکو پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا، ټکنالوژۍ، خوراکي توکو، او غوړو په برخو کې پانګونې ته د زمینې برابرول او په راتلوونکو ورځو کې د دواړو لورو ترمنځ په تخنیکي توګه بحث او خبرې اترې وشي.»

بل خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه ازبیکستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د افغانسان یو مهم ګاونډی بولي او وایي، چې د دواړو هېوادونو د حکومتي چارواکو له غونډو وروسته به، د افغانستان او ازبیکستان خصوصي سکټور ترمنځ هم یوه غونډه جوړه شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی څرګندوي:«دغه دولتي پلاوی او د خصوصي سکټور یوه برخه، د هغو ستونزو په هکله چې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې په برخو کې چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ موجودې دي، د اسلامي امارت او سوداګرۍ وزارت له چارواکو سره به خبرې وشي او دا سفر ډېر ګټور دی.»

بلخوا، د اقتصادي چارو ځیني شنوونکي د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ګټوره ګڼي.

د اقتصادي چارو شنوونکی اذرخش حافظي په دې هکله وايي:«له ګاونډیو سره سوداګري ګټوره او اغېزناکه ده. د دې لپاره چې سوداګریز لګښتونه ډېر کم وي او کرایه کمه وي او همدارنګه لږ وخت مصرفېږي. له همدې امله ازبیکستان زموږ د یوه ګاونډي هېواد په توګه ډېره لېواله دی چې له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، افغانستان د ازبیکستان په ګډون د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د څه باندې ۸۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه لري، چې څه باندې ۶۰۰ مېلیون ډالره یې د خوراکي توکو او تېلو او ګازو واردات دي.

شریک یي کړئ