Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سرپرست حکومت له چارواکو سره د ازبیکستاني پلاوي لیده کاته

افغانستان ته د ازبیکستان راغلي پلاوي په کابل کې د څو وزارتونو له چارواکو سره لیدلي او د بېلابېلو موضوعګانو په هکله له هغې ډلې پر سوداګریزو اړیکو خبرې اترې کړې دي.

د ازبیکستان ځانګړي استازي عمصت الله ارګاشف د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره کتلي او د ویزو د صادرېدو، افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو د برابرولو او بشري مرستو په تړاو یې خبرې کړې دي.

دغه پلاوي دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت له چارواکو سره په جلا کتنه کې په بېلابېلو برخو په تېره بیا د کانونو په برخه کې د پانګونو پر زیاتېدو، د افغانستان، پاکستان او ازبیکستان تر منځ د اسانتیاوو د رامنځته کېدو او د دوه اړخیزو، درې اړخیزو او څو اړخیزو هوکړه‌لیکونو د لاسلیک کېدو په تړاو یې خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په دې هکله وویل:«دواړو لورو په افغانستان کې د پانګونې د پیاوړتیا، د ټرانزیټي فیسوتو د کموالي د افغانستان، پاکستان او ازبیکستان ترمنځ د ټرانزیټي اسانتیاوو برابرول، تر ۲۴ ساعتونو د ګمرکونو د فعالیتونو زیاتوالی او د دوه اړخیزو، درې‌اړخیزو او څو اړخیزو هوکړه‌لیکونو ترتیب په هکله بحث او خبرې اترې وکړې.»

بل خوا، د ازبیکستان د ټرانسپورټ وزیر هم د هېواد د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له سرپرست سره د تورخم له بندره او د سالنګ له لویې لارې لیدنه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې په دې لیدنه کې د ټرانسپورټ، ټرانزیټ او د کابل او تاشکند ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په تړاو خبرې شوې دي.

 د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي طلوع‌نیوز ته وايي:«په دغه سفر کې پلاوي د ټرانزیټي مسایلو او ټرانزیټي اړیکو په هکله خبرې اترې وکړې.»

عصمت الله ارګاشف وویل:«د اربیکستان لېوالتیا په دې برخه کې ده چې موږ د افغانستان له لارې ټرانزیټي بارچلاني وکړو.»

اخوا د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه ټینګار کوي، چې د اسلامي امارت مسوولانو له ازبیکستاني چارواکو سره په کتنه کې له ازبیکستانه د برېښنا د وارداتو د زیاتوالي په تړاو هم خبرې کړې دي.

د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنې ریس عبدالجبار صافی څرګندوي:«تر ټولو مهم خبر دا دی چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت باید په دې هکله کار وکړي چې څه ډول د ازبیکستان وارداتي برېښنا ډېره کړي، ځکه صنعت کاران او پانګوال برېښنا ته ډېره اړتیا لري.»

د ازبیکستان ځانګړی استازی وایي، چې په تېر یوه کال کې د افغانستان له لارې د ازبیکستان نږدې شپږزره ټنه سوداګریز توکي پاکستان ته صادر شوي دي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند زیاتوي، چې په دې لیدنه کې د ټرانسپورټ، ټرانزیټ او د کابل او تاشکند ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په تړاو خبرې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه