په پلازمېنه کې ځينې موټر چلوونکي د تېلو له لوړې بیې شکایت کوي او وايي دا چې د افغانیو په وړاندې د ډالرو بیه ټيټه شوې؛ خو د تېلو بیه نوره هم ختلې ده.
چلوونکي زیاتوي چې اوس مهال په کابل کې د پټرولو او ډیزلو بیه لوړه شوې چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
موټر چلوونکی سېلاب وايي:«د تېلو بیه لوړه ده تېل ۷۳ افغانۍ شوي کابو ۱۲ تر ۱۳ افغانیو لوړ شوي دي.»
بل موټر چلوونکي حفیظ الله هم وویل:«ډالر چې لوړېږي بیې هم لوړېږي؛ خو کله چې ډالر راټیټېږي بیا نرخونه لوړ دي.»
بلخوا د نیمروز د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس بیا په هېواد کې د تېلو د بیو د لوړېدو لامل په نړۍوالو بازارونو کې د نفتي موادو د بیو لوړېدل بولي.
د نیمروز د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس عبیدالله نورزی څرګندوي:«هند، دوبۍ او پاکستان د ټولو هېوادونو پرتله د تېرو ټيټه بیه په افغانستان کې ده، نړۍواله بیه لوړه شوې یوه بشکه تېل ۸۵ ډالره دي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، هره ورځ څه باندې ۴ زره ټنه تېل له ازبیکستان، ترکمنستان، ایران او روسیې هېواد ته را واردېږي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مهمند وویل:«د وارداتو په برخه کې ستونزې ټول سوداګر غواړي چې ټول مالیاتي په یوه ځای واخیستل شي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی هم وايي:«زه فکر کوم چې د ورځې څلور تر څلور نیمو زرو ټنو زموږ مصرف دی چې لږ او ډېر واردات ترسره کېږي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، دوه کاله مخکې یو لېټر تېل له څلوېښتو تر پنځوسو افغانیو پلورل کېدل خو د روسیې او اوکراین ترمنځ د ترینګلتیاو له زیاتېدو وروسته په نړۍوالو بازارونو کې هم د تېلو بیه د پام وړ لوړه شوې ده.
په دې اړه مو اندونه