ځينې سوداګر چې خپل سوداګریز توکي د پاکستان له خاورې ټرانزیټ کېږي، د خپلو توکو د لېږد په هکله د نه ډاډ له امله اندېښنه څرګندوي.
سوداګر د سرپرست حکمت له چارواکو غواړي چې په پاکستان کې د یوه سوداګر د ټرانزیټي توکو د سوځېدو لګښت له هغه هېواده حصول کړي.
دغه اندېښنه په داسې حال کې څرګندېږي چې په پاکستان کې د افغانستان د انځیرو د ټرانزیټي جوپې د سوځېدو راپورونه خپاره شوي دي.
سوداګر اختر محمد احمدي وايي:«باید د دغه سوداګر تاوان پرې کړل شي. د دې لپاره زموږ ټول سوداګر اندېښمن نه شي او وکړای شي چې خپل په ازاده مخته یوسي.»
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی زلمی عظیمي څرګندوي:«د دویم ځل لپاره په پاکستان کې زموږ د سوداګر مالونه د ناپېژانده وسلهوالو له خوا سوځول کېږي. دا د افغانستان او پاکستان ترمنځ بې اعتمادي رامنځته کوي. له اسلامي امارته په ځانګړې توګه له صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست څخه زموږ هیله دا ده چې پاکستان ته سفر وکړي او د دغه هېواد د سوداګرۍ له وزیر سره د دغې ستونزې لپاره حل لار پيدا کړي.»
د افغانستان-پاکستان ګډې سوداګرۍ او پانګونې خونې هم د پاکستان په خاوره کې، د یوه افغان سوداګر د ټرانزیټي جوپې چې هند ته پر لار وه، سوځېدل غندلي او له دواړو هېوادونو یې غوښتي چې د سوداګرو د ټرانزیټي توکو امنیت وساتي.
د افغانستان-پاکستان د ګډې سوداګریزې خونې رییس نقیب الله صافی څرګندوي:«دا ښه کار نهدی. د افغانستان او پاکستان ګډه خونه دغه کړنه غندي او د دواړو هېوادونو له حکومتونو غواړي چې دا ډول پېښې بیا تکرار نهشي؛ ځکه دا کړنه پر سوداګریزو اړیکو منفي اغېزه کوي.»
د پاکستان په خاوره کې د یوه افغان سوداګر د ټرانزیټي توکو سوځېدو ته په کتو، د اسلامي امارت مسوولانو تل په هېواد کې د پانګونې په موخه د کورنیو او بهرنیو سوداګرو د امنیت ساتنې او له افغان خاورې د هغوی د سوداګریزو توکو د خوندي ټرانزیټ ډاډ ورکوي.