Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: پاکستان ته د افغانستان صادرات کم شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې پاکستان ته د افغانستان صادراتو د تېر کال پرتله ۶۶ مېلیون ډالره کموالی موندلی.

 د دغه وزارت چارواکي وایي، چې د روان لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه ۸۴۲ مېلیون ډالرو ته رسېږي، چې د ۳۲۲ مېلیون ډالره یې صادرات جوړوي.
 
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وویل:«له ټولو هېوادونو سره زموږ سوداګري په عادي توګه روانه ده، په ځانګړې توګه له پاکستان سره چې د روان کال په لومړنیو پنځو میاشتو کې موږ کابو ۳۲۲ مېلیون ډالره صادرات لرل او ۵۲۰ مېلیون ډالره مو واردات لرل زموږ صادراتي توګي د ډبرو سکاره، پنبه، انګور، کشمش، تازه او وچه مېوې دي.»

اخوا، د پاکستان دولتي بانک راپور ورکړی چې د روان زیږدیز کال په جولای میاشت کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۳۲ سلنه زیات شوي دي؛ خو له افغانستانه پاکستان ته واردات بیا ۷۶ سلنه کم شوي دی.

د اقتصادي چارو شنوونکی شمس‌الحق شمس وايي:«اوس چې صادرات کم شوي علت یې دا دی یو ښه محصول چې د هغه صادرات مو درلود، د ډبرو سکاره وو، اسلامي امارت د یوه مشخص وخت لپاره د ډبرو سکارو تعرفه او ریالټي لوړه کړه چې دا کار د صادراتو د کموالي لامل شو.»

بل خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د صادراتو د زیاتېدو لپاره باید اسانتیاوې برابرې شي او د پاکستان له لارې د ټرانزیټ برخې ته هم باید پام وشي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مومند څرګندوي:«د ټرانزیټ په برخه کې باید دواړه هېوادونه افغانستان او پاکستان په ځانګړې توګه پاکستان باید د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ د ټرانزیټ برخې ته پاملرنه وکړي، چې څه ډول ښه ټرانزیت ولرو.»

تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و، چې تېرکال پاکستان ته د یو مېلیارد او ۷۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د صادراتو د زیاتېدو لپاره باید اسانتیاوې برابرې شي او د پاکستان له لارې د ټرانزیټ برخې ته هم باید پام وشي.

شریک یي کړئ