Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ترکیه ته د نوې سوداګریزې اتشې ورپېژندل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې اوس اوس یې ترکیې ته یوه سوداګریزه اتشه معرفي کړې ده.

د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي چې دغه وزارت تراوسه څلورو هېوادونو ته سوداګریزې اتشې معرفي کړې دي او هڅه کوي چې دغه تجارتي اتشې نورو هېوادونو ته هم معرفي کړي.

دغه اتشې پاکستان، ایران، ترکمنستان او ترکیې هېوادونو ته ورپېژندل شوي او په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې چین ته هم  یو تجارتي اتشه معرفي شي.

اخندزاده عبدالسلام جواد وايي:«له نېکه مرغه له ټولو هېوادونو سره زموږ سوداګریزې اړیکې روانې دي. موږ غواړو له هغو هېوادونو سره چې سوداګریزې اړیکې لرو، اتشې معرفي کړو چې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي. موږ تراوسه توانېدلي یوو چې پاکستان ته څلور اتشې، ایران ته یوه اتشه، ترکمنستان ته یوه اتشه او همدارنګه اوس اوس یوه اتشه هم ترکیې ته په استانبول کې معرفي کړې ده چې خپل کار یې پېل کړی دی.»

ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې په نورو هېوادونو کې د سوداګریزو اتشو حضور د افغاني محصولاتو لپاره د بازارموندنې او د راکړې ورکړې د ودې لپاره ګټور دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس توکل احمدیار وايي:«زموږ د سفارتونو دنده همدا ده چې په اقتصادي برخو کې کار وکړي چې زموږ هېواد وده وکړي د نړۍ په هر هېواد کې د سفیرانو لومړیتوب همدا دی چې په اقتصادي برخه کې کار وکړي.»

د اقتصاد وزارت بیا وايي، د سوداګریزو اتشې ګومارنه د بهرنۍ پانګونې د جلب او د اقتصادي اړیکو د ښه‌والي په برخو کې مهم رول لوبوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«سوداګریزې اتشې هم د افغانستان د بېلابېلو برخو د معلوماتو د وړاندې کولو او هم د افغانستان د جاذبو په معرفۍ او همدارنګه د افغانستان او ټولو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو مناسباتو په پراختیا کې مهم او بنسټيز رول لري.»

د اقتصادي چارو شنوونکی شمس الحق شمس څرګندوي:«هغه سوداګریزې اتشې چې نورو هېوادونو ته معرفي کېږي، هغوی په هغو هېوادونو کې د سوداګرۍ سکټور د استازو په څېر دي او فکر کوم چې د هېواد پر اقتصاد مثبت اغېز لري.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ټینګار کوي چې د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره هڅې کوي چې نورو هېوادونو ته هم تجارتي اتشې ور وپیژني.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه