Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د ځوانانو د علمي او کلتوري ټولنې له خوا د اقتصادي سیمینار جوړېدل

کابل کې د ځوانانو علمي او کلتوري ټولنې د «ځوانانو او ځوانو زده‌کړیالانو لپاره اقتصاد» په نوم سیمینار جوړ کړی دی.

د دغه سیمینار جوړونکي د سیمینار موخه د هېواد د اقتصادي مسایلو په هکله د ځوانانو او ښځينه او نرینه زده‌کړیالانو د پوهاوي کچې لوړوالی بولي.
  
د پروګرام مسوول ظاهر سلطاني وویل:«اقتصادي وده شونې نه ده؛ خو دا چې یوه ټولیزه ژمنه وي. دغه ټولیزه ژمنه اړتیا لري چې خلکو ته وړاندې شي او ورسول شي.»

په دغه سیمینار کې د مخکیني حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا مرستیال اسدالله سعادتي هم وینا وکړه. هغه د یوه هېواد د خصوصي سکټور فعالیت د یوه هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره خورا مهم بولي او د اقتصادي ودې او پرمختګ مدیریت د دولتونو مسوولیت بولي.

اسدالله سعادتي وايي:«په هره کچه چې تاسې د کار ځواک ولرئ او دغه ځواک په عملي بڼه د تولید په څرخ کې بازار ته داخل شي، د اقتصادي ودې په برخه کې مو یو مهم ګام پورته کړی دی.»

بلخوا، یو شمېر ګډونوال د دغه راز سیمینارونو جوړېدل د اقتصادي مسایلو په تړاو د ځوانانو د پوهاوي د کچې د لوړولو په برخه کې مهم بولي او د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې د هېواد د اقتصادي ودې ترڅنګ، د اقتصاد د علم د زده کړې زمینه هم برابره کړي.

زده کوونکی یحیی مهربان وايي:«زموږ موخه د دغو پروګرامونو له ترسراوي دا دی چې په ټولنه کې د اقتصاد وده او پراختیا دود کړي؛ ځکه زموږ ځوانان یوې پرمختللې اقتصادي ټولنې ته اړتیا لري.»

یو شمېر نجونې هم، د نجونو لپاره د اقتصادي زده کړو د زمینې برابرېدل د کورنیو د اقتصادي ودې لپاره ګټور بولي.

ګډونواله فروزان حق‌جو څرګندوي:«دغه پروګرامونه د دې لامل کېږي چې ځوانان پرمختګ وکړي او معلومات یې زیات شي.» 

بله ګډونواله نوریه حکیمي هم څرګندوي:«دغه پروګرامونه موږ ځوانانو ته ګټور دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو له تړل کېدو او په نادولتي او بهرنیو ادارو کې د ښځو پر کار کولو د بندیز له لګول کېدو وروسته، په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼو نجونو د کار د پیدا کېدو لپاره، د خیاطۍ، غالۍ اوبدنې او نورو مهارتونو زده‌کولو ته مخه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه