د تورخم دروازې تړلو پاتې کېدو دوام، د کابل او اسلام اباد سوداګرو ته ګڼ زیانونه اړولي دي.
د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې شمېرې ښيي، چې په وروستیو پنځو ورځو کې د تورخم لارې د تړل کېدو له امله د افغانستان او پاکستان سوداګرو ته یو مېلیون ډالره زیان رسېدلی دی.
د دې خونې رییس خانجان الکوزی زیاتوي چې د صادراتو پر زیانمېدو سربېره، د پاکستان له لارې ټرانزیټ هم له ستونزو سره مخ شوی دی.
د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس خانجان الکوزی په دې هکله وايي:«موږ له پاکستان سره کورنۍ تجارت لرو او زموږ ټرانزیټي سوداګري زموږ کورنیو توکو سوداګري ده چې پاکستان ته ځي او جنس دی چې له پاکستان څخه مو پېرلی دی دواړو زیان لیدلی او د دې سربېره موږ ټرانزیټ لرو چې افغانی ټرانزیټ دی له کراچۍ واګې ته ځي او هغه ټرانزیټ چې پاکستاني سوداګر یې منځنۍ اسیا ته لري دا هم درېدلي دي.»
بل پلو، یو شمېر سوداګر وایي، چې اوسمهال تازه مېوه او سابه تر ډېره پاکستان ته صادرېږي چې د تورخم بندر لارې تړل کېدو اندېښمن کړي دي.
سوداګر زلمی عظیمي طلوعنیوز ته وايي:«پنځه ورځې کېږي چې د تورخم دروازه د امنیتي ستونزو له امله تړل شوې، د افغانستان صادراتي توګي پاکستان او نورو هېوادونو ته صادرېږي البته دمګړۍ د انګورو موسم دی او سبزۍ هم پاکستان ته صادرېږي. صادراتي توګي د تورخم په دروازه کې درېدلي، ځينې صادراتي توکي په ځانګړې توګه تازه مېوې خثا شوي دي ځينې تازه مېوې د ننګرهار په بازار کې لېلام شوي دي.»
بل پلو، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ډاډ ورکوي چې اوسمهال د تورخم د لارې د پرانېستلو لپاره له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وویل:«د اسلامي امارت مشرانو په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د پاکستان له سفیر سره خبرې کړې او همدارنګه د پاکستان د سوداګرۍ له وزیر سره په اړیکه کې دی په پاکستان کې زموږ اتشې دي هغوی هم لاس په کار شوي دي، جناب سفیر صاحب په پاکستان کې لاس په کار دی ټول هڅه کوي چې دغه کشاله چې رامنځته شوې حل او د تورخم دروازه د خلکو پر مخ پرانیستل شي.»
تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و، چې د روان لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له پاکستان سره د ۸۴۲ مېلیون ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې، چې تر ټولو ډېره راکړه ورکړه د تورخم بندر له لارې شوې ده.
په دې اړه مو اندونه