Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان په تېرو ۲۰ کلونو کې؛ دغه هېواد ولې ځان بساینې ته ونه رسېد؟

د سپټمبر یوولسمې له بریدونو وروسته امریکا د القاعده ډلې د ځپلو له شعار سره پر افغانستان برید وکړ او په تېرو ۲۰ کلونو کې دلته مېلیاردونه ډالر ښکته پورته شول؛ خو دغه هېواد ځان بساینې ته ونه رسېد.
 
ځينې هېوادوال وايي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د بهرنیو ځواکونو له حضور سره هم افغانستان له اقتصادي پلوه ځان بسیاینې ته و نه رسېده او اقتصادي ستونزې یې اوس هم پر خپل ځای پاتې دي.

د نیمروز اوسېدونکی جان محمد وايي:«په تېرو شلو کلونو کې په مېلیاردونو ډالره افغانستان ته راغلل؛ خو له هغې په سمه توګه استفاده ونه شوه.»

د جوزجان اوسېدونکې زرمینه هم د طلوع‌نیوز خبریالې ته وايي:«په تېرو شلو کلونو کې چې افغانستان ته په مېلیاردونو ډالرو راغلل، هېڅ بنسټ جوړ نه شو. د افغانستان د خلکو لپاره هېڅ کار ونه‌شو لا بې وزله او فقیر شول.»

د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو سره هم مهاله د امریکا ولسمشر د افغانستان د شتمنیو یو برخه چې کنګل شوې وې د سپټمبر ۱۱ پېښې قربانیانو ته ځانګړې کړې؛ خو اسلامي امارت وايي، افغانستان د سپټمبر یوولسمې په بریدونو کې هیڅ لاس نه درلود او ټوله شتمني یې باید پرته له قید او شرطه خوشې شي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دې هکله وايي:«د افغانستان شتمني د افغانستان د ملت حق دی او له قید او شرط پرته باید ازادې شي او د پیسو د ملاتړ په توګه دننه په هېواد کې وساتل شي.»

ورته مهال د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي بیا وايي پر دې باور دي چې په تېرو دوو لسیزو کې د زیربنايي برخو جوړولو ته جدي پام نه دی شوی او له همدې امله اقتصادي ننګونو ته بنسټیزه حل لار نه ده موندل شوې.

د اقتصادي چارو شنوونکي عبدالنصیر رښتیا وویل:«په افغانستان کې د نړۍوالې ټولنې او د امریکا د حضور موخه یوازې دا نه‌وه چې افغانستان د بیخ‌بناوو په برخو کې په خپلو پښو ودرېږي او په زیربنايي برخو کې پانګونه وشي. هغوی د خپلو سټراټېژیکو سیاسي موخو په لټه کې وو.»

د اقتصادي چارو شنوونکی محمد نبي افغان هم څرګندوي:«هغه کسان چې د حکومت په مشرتابه کې وو، که‌چېرې یوه بیخ‌بنايي پروژه راتلله، نیمايي یې په خپلو منځو کې وېشله، وروسته نیمايي نوره یې کمپنۍ وړله کابو لس سلنه هم نه لګول کېده.»

خو په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر یوولسمې له بریدونو وروسته افغانستان له اقتصادي پلوه له ګڼو بدلونونو سره مخ شوی، سوداګري پکې ښه شوې او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره راکړه ورکړه زیاته شوې ده.

د افغانستان شتمني نهه مېلیارده ډالرو ته ورسېده چې بیا د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د امریکا له لوري کنګل شوه خو د ۲۰۲۲ زیږیز کال د فیبرورۍ په یوولسمه، د امریکا د ولسمشر جو بایډن د یوه فرمان په ترڅ کې د افغانستان اووه مېلیارده ډالره شتمني په دوو برخو ووېشل شوه چې ۳ اعشاريه ۵ مېلیارده ډالر یې بشري مرستو او دویمه برخه یې د سپټمبر ۱۱مې د پېښې قربانیانو کورنیو ته ځانګړې شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په دې هکله ویلي وو:«زموږ هڅې پر دې متمرکزې دي چې د افغانستان بانک د ۳ اعشاریه ۵ مېلیارده ډالرو لپاره جواز ورکړل شي څو خپله افغانان ترې ګټه پورته کړي. موږ هڅه کوو، د دې لپاره ډېر ښه میکانیزم جوړ کړو ترڅو ډاډه واوسو چې دغه پیسې خلکو ته رسېږي، طالبان او نورې ترهګریزې ډلې ترې نه برخمنې کېږي.»
   
خو له هغې وروسته چې د یوه فرمان په ترڅ کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن له لوري د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ یوه برخه د سپټمبر یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې شوه، هغوی له بایډن وغوښتل چې د افغانستان اووه میلیارده ډالر شتمني ازاده کړي ځکه دغه پیسې د افغانستان بانک دي او د افغانانو خپله شتمني ده.

د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي بیا وايي پر دې باور دي چې په تېرو دوو لسیزو کې د زیربنايي برخو جوړولو ته جدي پام نه دی شوی او له همدې امله اقتصادي ننګونو ته بنسټیزه حل لار نه ده موندل شوې.

شریک یي کړئ