Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پلازمېنې موټر چلوونکي: د اسلامي امارت چارواکي دې د تېلو بیې ته پاملرنه وکړي

د پلازمېنې یو شمېر موټر چلونکي له تېرو څو ورځو راهیسې د تیلو د بیو له لوړېدو شکایت کوي او وايي چې د تېلو د بیې لوړېدو د دوی پر کار هم اغېز کړی دی.

دوی وايي، د تېرو دوو ورځو په لړ کې د تېلو بیه لس افغانۍ لوړه شوې او له اسلامي امارته غواړي چې د نرخونو راټیټولو ته پام وکړي.

موټر چلوونکی محمد شریف طلوع‌نیوز ته وايي:«د ورې که زر افغانۍ کار وکړو ۶۰۰ یې تېل اچوو ۴۰۰ افغانۍ یې د مبلاین او نور عوارض نه کېږي، کار هم نشته په ساعتونو درېدلي پاتې کېږو سپرلۍ نه پيدا کېږي.»

بل موټر چلوونکی محمد عیسی هم څرګندوي:«تېل خو کابو ۱۰ افغانۍ لوړ شوي په وروستیو ورځو کې ۶۷ افغانۍ وو، اوس ۷۸ افغانۍ شوي دي.»

خو د تېلو ځينې پلورونکي وايي، ډېره برخه تېل د هېواد له شماله راځي او په پلازمېنه کې د تېلو د بیو لوړېدو لامل د سالنګ لویې لارې تړل کېدل دي.

د تېلو پلورونکی شفیق وايي:«د شمال تېل تر ډېره کابل ته واردېږي اوس چې د سالنګ لار تړلې ده واردات کم شوي دي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، هڅه کوي چې د هرات او تورغنډۍ له لارې د تېلو واردات زیات کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی څرګندوي:«دا ګراني او قیمتي چې رامنځته شوې ځينې شرکتونه قیمت شوي یا په ځانګړې توګه تېل قیمته شوي اغېزې یې همدا دي چې لاره بنده شوې؛ خو تدابیر نیول شوي چې موږ د تورغنډۍ او د هرات له لارې خپلې سوداګرۍ زیاتې کړو.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، افغانستان څه باندې څلور نفتي حوزې لري او همدا اوس د امو سیند له نفتي حوزې د تېلو ایستلو بهیر دوام لري چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې په باور دغه تېل د ټول هېواد اړتیا نه پوره کوي او سوداګر اړ دي چې له روسیې، ایران او منځنۍ اسیا تېل وارد کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه