د افغان – امریکا د سوداګرۍ خونې رییس په کابل کې د خپل سفر له پای ته رسېدو وروسته په یوه اعلامیه کې وايي، چې د اسلامي امارت اقتصادي سیسټم امریکايي پلاوی حیران کړی دی.
په دغې اعلامیه کې راغلي چې اسلامي امارت او خصوصي سکټور د پنځه کلنې پراختیايي پروګرام پر اجرايي کېدو کار کوي.
د دغې اعلامیې پر بنسټ اسلامي امارت پر ځان د متکي اقتصادي موډل په رامنځته کولو سره، له ۱۹۹۰مې لسیزې نه ځينې درسونه اخیستي دي.
په اعلامیه کې راغلي:«د طالبانو مشرانو له ۱۹۹۰ لسیزې درسونه اخیستي او د اقتصادي پراختیا د پروګرام د پلي کولو ژمنې یې کړې دي. هغوی ان د متحده ایالتونو او ملګرو ملتونو د پراختیا موډل هم رد کړی دی. که څه هم هغوی پوهېږي چې په تېرو وختونو کې په ځینو برخو کې پرمختګونه شوي، خو هغوی پرېکړه کړې ده، چې د افغانستان د امارت او خصوصي سکټور ترمنځ پنځه کلن پرمختیایي پلان پلی کړي.»
بل خوا، اسلامي امارت افغانستان ته د امریکا متحده ایالتونو د پلاوي سفر مهم بولي او وایي چې له ټولو هېوادونو سره اقتصادي اړیکې غواړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«موږ هیله لرو چې سوداګر د دواړو هېوادونو ترمنځ ښه اقتصادي تعاملات رامنځته کړي. موږ له ټولې نړۍ سره د ښو اقتصادي اړیکو غوښتونکي یوو.»
د اقتصادي چارو کارپوه سیر قریشي وویل:«هغه کارونه چې د طالبانو د اسلامي امارت له خوا ترسره شوي، له کم فساد سره د ډېرو ګمرکي عوایدو راټولول او همدارنګه صادراتو زیاتوالی موندلی خو برعکس بېوزلي زیاته شوې ده.»
دغه پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره په کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې ژمنې کړې دي.
په دې اړه مو اندونه