د ټولګټو وزارت وایي، چې په ټول هېواد کې د څه باندې دوه مېلیارد افغانیو په ارزښت د کابو ۹۰ پروژو کار پېل شوی دی.
د دغه وزارت د ویاند اشرف حقشناس په وینا، د دغو پروژو په عملي کېدو سره به، څه باندې ۱۵ زره تنو ته به په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه د کار زمینه برابره شي.
په دغو پروژو کې د سړکونو، پلونو، پلچکونو او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.
اشرف حق شناس وویل:«د ټولګټو وزارت په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې د دغه وزارت له انکشافي بودیجې څخه ۶۸ پروژې د څه باندې یو مېلیارد او ۸۵۵ مېلیون افغانیو په ارزښت او له عادي بودیجې څخه ۲۱ پروژې د څه باندې ۳۱۶ مېلیون افغانیو په ارزښت تطبیق کېږي. »
بل پلو، د کابل اوسېدونکي د پراختیایي پروژو د کار د پېلېدو په هرکلي سره وایي، چې د کار د زمینې برابرېدل د کورنيو پر اقتصادي ودې مثبت اغېز لري.
د کابل اوسېدونکی روحید الله وايي:«کهچېرې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، خلک کولای شي چې یوه نمړۍ ډوډۍ پيدا کړي او په ناقانونه کارونو لاس پورې نه کړي.»
بلخوا، د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي وایي، چې د لویو اقتصادي پروژو د عملي کولو لپاره اړتیا ده، چې سیاسي ستونزې حل شي.
د اقتصادي چارو شنوونکی شاکر یعقوبي طلوعنیوز ته وايي:«د افغانستان اقتصاد ته د سترو مالي بنسټونو د باور جلب یو لړ شرایط غواړي چې دا شرایط کېدای شي سیاسي او اقتصادي وي. تر هغې چې د افغانستان حکومت د نړۍ په سیاسي شرایطو او نړۍوالو قوانینو او اصولو ته تسلیم نهشي، په ډاډه توګه بنسټونه نه حاضرېږي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته د همکارۍ لاس اوږد کړي.»
د ټولګټو وزارت ویلي دي، چې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې دغه وزارت د ۴۲۱ میلیون افغانیو په ارزښت ۱۲۵ پروژې بشپړې کړې دي، چې د لسو زرو تنو لپاره پهکې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې وه.
په دې اړه مو اندونه