د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د هېواد د سوداګرو د نه زیانمن کېدو او پر یوې ټرانزیټي لارې د نه اتکا کولو لپاره، هڅې کېږي چې د ایران د چهابهار بندر ظرفیتونه لوړ کړل شي.
د اسلامي امارت ویاند وايي چې په دغه بندر کې به د ظرفیت په لوړولو او له افغانستان سره د دغې لارې د رېل پټلۍ له فعالېدو سره به تر ډېره د سوداګرو ستونزې حل شي.
د اسلامي امارت ویاند په دې هکله زیاتوي:«په ټول کې باید ووایم چې موږ د دې په هڅه کې یوو چې خپلو سوداګرو ته د اوښتو زیانونو مخه ونیسو. او زموږ سوداګر په یوه هېواد، په یوې لارې متکي نه وي. اوس هم چابهار فعال دی او د هغه له ظرفیته زموږ سوداګر استفاده کوي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد هم وايي:«د افغانستان د اسلامي امارت سوداګریز پروګرامونه بدلون محوره دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت پروګرامونه په موازي بڼه مخته بیايي. زموږ نیت ښې، دوستانه او پر اقتصادي ګټو متکي او د ښه ګاونډيتوب اړیکې دي.»
بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم چابهار بندر د سوداګریزو راکړو ورکړو او نړۍوال ټرانزیټ د پراختیا لپاره مهم بولي. د دې خونې د دارالاشاء رییس ټینګار کوي چې په دغه بندر کې د سوداګرو د شته ننګونو په حل کېدو او د اسانتیاوو په رامنځته کېدو سره به سوداګر له دغې لارې ډېره ګټه پورته کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د دارلانشا رییس خان محمد سرفراز باز وویل:«د چابهار د تخنیکي ستونزو د حل لپاره اسلامي امارت باید ژر تر ژره لاس په کار شي او همدارنګه د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د هندي توکو ټرانزیټ هم ډېر اهمیت لري. خو له بده مرغه په تېرو شلو کلونو کې هلته په بشپړه کچه بندري تجهیزات نصب شوي نه دي.»
د اقتصادي چارو شنوونکی اذرخش حافظي وايي:«د چابهار بندر په ځانګړې توګه د هندوستان بازارونو ته د رسېدو لپاره او همدارنګه د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د هندي توکو د ټرانزیټ لپاره خورا اهمیت لري؛ خو له بده مرغه د تېرو شلو کلونو په لړ کې هلته بسندویه بندري تجهیزات نصب شوې نه دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې چارواکو د چابهار – نیمروز د ریل پټلۍ د پروژې چې اوسمهال یې په ایران کې د جوړېدو کار روان دی، د ژر تر ژره بشپړېدو خبر ورکړی او دغه پروژه یې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا او دغه راز د کابل او تهران ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د اسانتیاوو لپاره د دې ادارې په بنسټيزو لومړیتوبونو کې شامله بللې ده.
په دې اړه مو اندونه