له افغانستان سره د مرستې لپاره د مرستندویو بنسټونو د بودیجې د کموالي په هکله د اندېښنو په دوام، دا ځل د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي کهچېرې بسندویه بودیجه د دوی په واک کې ورنهکړل شي له افغانستانه به ووځي.
د خوړو نړۍوال پروګرام اجرايي مدیرې سینډي مککین له «ای بي سي نیوز» سره په مرکه کې ویلي چې په اکټوبر میاشت کې له افغانانو سره د مرستې لپاره کافي پیسې نهلري.
د خوړو نړۍوال پروګرام اجراییه مدیره وايي:«تر هغې چې ونه توانېږو چې د افغانستان لپاره بودیجه برابره کړو، اړ یوو چې ووځو. اوس مهال ښځې کار نهشي کولای او دنده نهلري. موږ به د خوړو نړۍوال پروګرام کې ښځو او ماشومانو ته خواړه ورکول. که موږ وتلو ته اړ شو، دا به د لوږې او قحطۍ لامل شي.»
د کابل ښار ځينې اوسېدونکي بیا وايي، د را روان ژمي لپاره تر هر بل وخت زیات مرستې ته اړتیا لري او له مرستندویه بنسټونو غواړي چې مرسته ورسره وکړي.
د کابل اوسېدونکی محمد نبي وايي:«دولت مرسته نهکوي، بنسټونه مرسته نهکوي درې یا څلور کاله کېږي چې کار کوم، موږ نهدي لیدلي چې چا یوه بوجۍ اوړه یا یو پیپ غوړ مرسته کړي وي.»
بلخوا اقتصاد وزارت بیا وايي، مرستندویه بنسټونو د بودیجې د کمښت له امله په روان زیږیز کال کې خپلې مرستې ډېرې راکمې کړې دي.
د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې د خوړو له نه خوندیتوب سره د مبارزې او د هېوادوالو د ژوند چارو د ښهوالي لپاره یې د کارموندنې پروګرامونه تر لاس لاندې دي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وویل:«د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه، د تمویل د سرچینو د بودیجې د تېرو کلونو پرتله کموالی موندلی، د خوړو له ناامنۍ سره مبارزه او د هېوادوالو د ژوندانه وضعیت ښهوالی، په بېلابېلو سکټورونو کې ملي پروګرامونو ته د تمرکز او انسجام له لارې، چې په هېواد کې د بېوزلۍ او بې کارۍ د کموالي لامل کېږي د اقتصاد وزارت د پاملرنې وړ دی.»
تر دې مخکې، د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي و، ۱۵ مېلیونه کسان په افغانستان کې د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي او دغه بنسټ د بودیجې د کموالي له امله یوازې درې مېلیون کسانو ته مرسته رسولای شي.
په دې اړه مو اندونه