د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، په کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې د «یوه کمربند یوې لارې» په طرحه کې د افغانستان د ګډون غوښتنه کړې ده.
ښاغلي حنفي ویلي هڅه کوي چې افغانستان له بېلابېلو لارو له یوه کمربند یوې لارې پروژې سره ونښلوي.
د اقتصاد وزارت بیا وايي چې له یوه کمربند او یوې لار پروژې سره د افغانستان نښلون به د هېواد د اقتصادي ودې لامل شي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وویل:«د یوه کمربند یوې لارې له سترې پروژې سره د افغانستان نښلون به، د سیمې او نړۍ له اقتصاد سره به د افغانستان د اقتصاد د ادغام لامل شي. او همدارنګه به د افغانستان جیو اکانومیک او ټرانزیټي موقعیت ته ارتقاع ورکړي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا پر دې باور ده چې د ورېښمو له لارې یا د یوه کمربند یوې لارې له پروژې سره د افغانستان نښلون به د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان راکړه ورکړه زیاته کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«فوقالعاده اغېزه لري، تاسو ته معلومه ده چې موږ له چین سره سوداګري لرو نه یوازې له چین سره، له تایوان، ټایلنډ کوریا دغه هېوادونه او موږ دغه کار د سیند له لارې کوو، یوه دا چې موږ له انحصار خلاصېږو او زموږ هغه جنس چې له قرغیز څخه راځي د سوداګرۍ په وده کې ډېره اغېزه لري.»
د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي بیا وايي، له یوه کمربند یوې لارې پروژې سره د افغانستان د نښلون لپاره اړتیا ده چې د سیمې هېوادونه او نړۍوال بانک د افغانستان مالي ملاتړ وکړي.
د یوه کمربند یوې لارې طرحه یا د ورېښمو نوې لار د چین د ولسمشر له لوري د ورېښمو له لارې د الهام اخیستو په پایله کې په ۲۰۱۳ کال کې وړاندې شوه. د چین له لوري دغه طرحه د زرګونه کیلومټره سړک، وسپنې پټلۍ او هوا او اوبو مسیرونو د جوړولو په موخه د ۱۳۰۰ مېلیارده ډالرو په لګښت اټکل شوې ده.