Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایران د بهرنۍ پانګونې ټولنه: افغانان د ایران په پانګونه کې لومړی مقام لري

د ایران د بهرنۍ پانګونې د ټولنه وايي چې په ایران کې افغان سوداګر د پانګونې لومړی مقام لری. 

د ایران د بهرنۍ پانګونې د ټولنې رییس حسین سیلمي له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې وایي، چې په ایران کې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې بهرنۍ پانګونه د پروسږکال د لومړیو شپږو میاشتو پرتله زیاته شوې ده.

د ایران د بهرنۍ پانګونې د ټولنې رییس زیاتوي چې تر ټولو زیاته پانګونه افغانانو کړې ده او د چین او عراق هېوادونه دویم او درېیم ځایونه لري.

د ایران د بهرنۍ پانګونې د ټولنې رییس حسین سیلمي وویل:«په ایران کې د بهرنۍ پانګونې د جلب لوړه شمېر د افغان وروڼو ده چې له دې منځه له ۳۰۰ زره ډالرو څخه تر پنځه او لس مېلیون ډالرو پانګونې شاهد یوو.»

بل خوا، د کانونو او صنایعو خونه له هېواده د پانګې د ایستلو د مخنیوي لپاره پر ټولیزو هڅو ټینګار کوي او له پانګوالو غواړي چې په هېواد کې پانګونه وکړي.

د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان په دې هکله وايي:«له بده‌مرغه چې د پانګې تېښته له څو کلونو راهیسې دوام لري، موږ باید له یوې طرحې او پروګرام سره وکړای شو چې د پانګې د تېښتې مخنیوی وکړو او ډېرې زمینې برابرې شي چې زموږ افغانان دننه په افغانستان کې پانګونه وکړي. واقعاً فرصتونه هم شته او موږ باید ډېرې زمینې برابرې کړو. او زموږ هېواد زموږ پر ملي پانګوال او ملي سوداګر حق لري چې لومړیتوب خپل هېواد ته ورکړي او دلته پانګونه وکړي که څه هم خطره هم موجوده وي.»

بل پلو، د اقتصادي چارو ځیني شنوونکي له اقتصادي پرمختګ سره شته لېوالیتا، د تقاضا لوړوالی او په کم ریسک یا خطر سره د پېرلو ظرفیت په نورو هېوادونو کې د پانګوالو د پانګونې له لاملونو ګڼي.

د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالظهور مدبر څرګندوي:«په بهرنیو هېوادونو کې ځينې عوامل لکه د اقتصادي سوکالۍ لوړوالی او د اقتصادي پرمختګ شتوالی او همدارنګه د تقاضا لوړوالی، د پېر وړتیا او همدارنګه کم ریسک، په هغو هېوادونو کې له تمې د ډېر ډاډ شتون، دا ټول هغه لاملونه دي چې افغان پانګوال په بهر کې پانګونې ته هڅوي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان او ایران ترمنځ د صادراتو او وارداتو کلنۍ کچه تر دوه مېلیارډ ډالرو رسېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه