Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سوداګرۍ وزارت: ایراني پلاوی د سوداګریزې پراختیا په موخه کابل ته راغلی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې څه باندې ۷۰ ایراني سوداګر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او سوداګرو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه افغانستان ته راغلي دي.

د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له ایراني پلاوي سره په لیدنه کې وايي هڅه کېږي هغه سوداکریزې ستونزې چې د افغانستان او د سیمې هېوادونو ترمنځ شتون لري حل کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وویل:«د دوو هېوادونو ترمنځ موږ څه ډول وکړای شو چې سوداګریزې او ټرانزیټي اسانتیاوې رامنځته کړو او ښه تړونونه ولرو، او ان‌شاالله خپله سوداګري زیاته کړو.»

ورته مهال د ایران د خراسان رضوي ولایت والي سردار یعقوب علي نظري چې د یوه پلاوي په مشرۍ هېواد ته راغلی د کابل او تهران ترمنځ د کال د لومړنیو شپږو میاشتو راکړه ورکړه اغېزناکه ګڼي. 

سردار یعقوب علي نظري په دې هکله زیاته کړه:«ان‌شاالله موږ وکړای شو چې له تېر څخه ښه زمینه‌برابره کړو، البته سږکال په شپږو میاشتو کې د تېر کال پرتله د راکړې ورکړې له ودې برخمن وو او د کال تر پایه ان‌شاالله هرو مرو یو ښه وضعیت ولرو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې افغانستان ته د ایراني سوداګرو راتګ د راکړې ورکړې د زیاتوالي په برخه کې مهم بولي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خیر‌الدین مایل څرګندوي:«اوس د سوداګرۍ شرایط په افغانستان کې برابر دي او افغانستان کولای شي چې د صادراتو او وادراتو په برخه کې له ټولو ګاونډیو سره سوداګري وکړي او سوداګریزې راکړې ورکړې ولري.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو پر بنسټ، د افغانستان او ایران ترمنځ د صادراتو او وارداتو کلنۍ کچه تر دوه مېلیارد ډالرو رسېږي او هڅه کېږي چې دغه کچه تر ۱۰ مېلیار ډالرو لوړه شي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه