Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قشقري د نفتو پروسس تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د ۲۰ مېلیون ډالرو په ارزښت له یوه کورني شرکت سره د قشقري د ۴۰ زره ټنو خامو نفتو د پروسس تړون له لاسلیک کېدو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند وایي، چې دم‌ګړۍ د قشقري کانه هره ورځ په هېواد کې څلور سوه ټنه نفت استخراجېږي او هڅه کوي د کانونو پروسس په ځانګړې توګه د تېلو دننه په هېواد کې وشي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي:«زموږ یو ټن خام نفت کابو ۵۰۰ ډالره پلورلي دي چې په داوطلبۍ کې یوه لوړه بیه وه او ۴۰ زره ټنو د کابو ۲۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت پلور شوي دي.»

بل پلو، د اقتصادي چارو شنوونکي پر دې باور دي چې په هېواد کې دننه د کانونو پروسس د هېواد په اقتصادي وده او د کار موندنې په برخه کې هم مهم رول لري.

د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالظهور مدبر وايي:«افغانستان یو لاس نه‌خوړلی هېواد دی نو په هېواد کې دننه د کانونو پروسس او استخراج کولای شي چې د کارموندنې د کچې د لوړوالي او ورته مهال په هېواد کې د اقتصادي اغېزمنتیا او سوکالۍ لامل شي.»

اخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي د هېواد د نفتو استخراج د هېواد د بازار اړتیاوې نه‌شي پوره کولای او سوداګر له روسیې، ایران او منځنۍ اسیا تېل او ګاز راواردوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مومند هم څرګندوي:«زه فکر کوم چې له بازار سره مرسته کولای شي، خو زه فکر کوم چې د هېواد اړتیا ډېره لوړه ده او افغانستان ډېره کاري اړتیا او مجهزې تصفیې خونې ته اړتیا لرو.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان د نفتو پنځه حوزې لري او اوس‌مهال د امو سیند له نفتي حوزې تېل استخراجېږي او له نورو حوزو هم د تېلو د استخراج لپاره هڅې روان روانې دي.

شریک یي کړئ