Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'چین کې له «یوه کمربند یوې لارې سره» د افغانستان د نښلون په تړاو خبرې وشوې'

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مالي او اداري مرستیال صدیق‌الله عابد چین ته له خپل سفر وروسته وايي، چې د دغه هېواد له ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو د زیاتېدو، د ویزو په برخه کې د اسانتیا او د یو کمربند او یوې لارې له پروژې سره د یوځای کېدو په اړه خبرې کړې دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مالي مرستیال، صدیق الله عابد وویل:«د الوتنو او ویزو په اړه خبرې اترې وشوې، او د ستونزو د حل او د کابل او چین تر منځ د الوتنو پر زیاتوالي هم خبرې اترې وشوې.»

د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال ټینګار کوي چې اوس مهال د سترو پروژو د عملي کولو فرصت برابر دی او د چین په سفر کې یې د یوه کمربند یوې لارې له پروژې سره د افغانستان د نښلولو غوښتنه هم کړې ده.

صدیق الله عابد په دې تړاو زیاته کړه:«الحمدالله په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم دی او سرتاسري امنیت هم ټینګ شوی او د پروژې د پلي کولو لپاره ښه زمینه برابره شوې.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، چین د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو دی او د اسانتیاوو رامنځ ته کېدل به د کابل او بېجینګ ترمنځ د راکړې ورکړې په زیاتولي کې مهم رول ولوبوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال، محمد یونس مهمند طلوع‌نیوز ته وايي:«هیله ده چې دغه سفر یې یوه ښه لاسته راوړنه ولري، د دواړو الوتنو او کارګو په برخو کې ورته اړتیا ده. ټول اومه توکي له چین څخه واردوو او موږ له چین سره ښو اړیکو ته اړتیا لرو.»

د کانونو او صنایعو خونې مرستیال، سخي احمد پېمان هم څرګندوي:«هر څومره چې د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي اړیکې ښې کېږي او ننګونې له منځه ځي، د دواړو هېوادونو  د سوداګرۍ او  پانګونې د پراختیا لپاره به ګټوره وي.»

تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و، چین او افغانستان له یو بل سره راکړې ورکړې ته لېواله دي څو دواړه هېوادونه له واخان دهلیزه له یو بل سره و نښلول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه