Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پانګونې او سوداګرۍ خونه: پاکستان دې د افغانستان ټرانزیټ توکو ته اجازه ورکړي

د پاکستان له لارې پر افغان ټرانزیټي توکو د محدودیتونو د لګېدو نږدې یوه میاشت تیریږي، خو تر اوسه دغو سوداګریزو ستونزو ته حل لار نه ده موندل شوې.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه له د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره په کتنه کې ویلي، پاکستان باید د نړۍوالو ټرانزیټي قوانینو پر بنسټ، سوداګرو ته اجازه ورکړي چې د پاکستان له مسیره خپل توکي وارد کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، محمد یونس مهمند: «د افغان سوداګرو مال د بین المللي ټرانزیټ پر اساس او د اپټا د قانون پر اساس او د سارک سازمان پر اساس چې موږ یې غړي یو، یو بل ته به سهولت جوړوي. د همدې قوانینو پر اساس باید افغان ټرانزیټ مالونو ته افغانستان ته د راتګ اجازه ورکړ شي.»

اخوا، د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، د پاکستان له لوري پر افغان ټرانزیټي توکو د تېرې یوې میاشتې محدودیتونو، سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان ور اړولی دی او که دغه محدودیتونه دوام وکړي هغوی اړ دي چې له بدیلو لارو خپل توکي را ولیږدوي.

د افغانستان-پاکستان سوداګرۍ ګډې خونې اجرائیه رییس، نقیب الله ساپي وویل: «د پاکستان لخوا پر افغان ټرانزیټي مالونو باندې چې ځینې شرایط وضع شوي دي چې د هغې له امله اوسمهال پر کراچۍ بندر کې د درې زره کانټینور زیات ولاړ دي او هره ورځ په دغو کانټینرونو باندې جریمې راځي.»

اسلامي امارت بیا وايي، هڅه کوي چې له پاکستان سره سوداګریزې ستونزې له ډيپلوماټیکو لارو چارو حل کړي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: «موږ له پاکستاني لوري سره خبرې کړي چې دا محدودیتونه باید زر تر زره لرې شي او اجازه ورکړ شي چې د افغانستان توکي هېواد ته راشي او هغه مالونه چې ټرانزیټ کیږي ټرانزیټ شي او مزاحمت ورته جوړ نه شي.»

تر دې مخکې هم پاکستان تورخم بندر لس ورځې تړلی و چې د دواړو لورو سوداګرو ته یې درانه مالي زیانونه واړول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه