نړۍوال بانک د افغانستان د اقتصاد د ارزونې تر سرلیک لاندې په خپل میاشتني راپور کې ویلي، چې د افغانستان نیم نفوس په بېوزلۍ کې ژوند کوي، دغه راپور کې راغلي چې، د هېواد په لویو ښارونو کې د توکو څه کمښت نشته؛ خو د عادي افغانانو د پېسو لګښتونه راکم شوي دي.
د یاد راپور له مخې، افغانستان د روان زېږیز کال په لومړیو نهو میاشتو کې د ۱ اعشاریه ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت صادرات کړي چې د تېرو نهو میاشتو په پرتله صفر عشاریه پنځه سلنه کم شوي، او د ۵ اعشاریه ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت یې واردات کړي دي.
نړۍوال بانک د افغانستان د اقتصادي ارزونې په راپور کې ویلي: « د افغانستان صادرات د روان زېږدیز کال له جنورۍ څخه تر سپټمبر میاشت پورې د تېر کال د ورته مودې پر تله صفر اعشاریه ۵ سلنه راکم شوي او له پاکستان وروسته هند د افغانستان د سوداګریزو توکو لوی بازار دی. د تېر کال پر تله په روان کال کې بیا په وارداتو کې ۲۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، خیرالدین مایل، په دې تړاو و ویل: « په تېرو نهو میاشتو کې زموږ صادرات کم شوي دي او لامل یې دا دی، چې موږ د هېواد څخه د ډبرو سکرو صادرات نه لرل او دوهم لامل یې په پولو کې د ګاونډیانو سره موږ ستونزې دي.»
ورته مهال، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان او همدغه راز د خوړو نړۍوال پروګرام په یوه ګډ راپور کې د نړۍ په ۲۲ هېوادونو کې د خوړو د نه خوندیتوب پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه راپور کې افغانستان او پاکستان داسې هېوادونه معرفي شوي چې، خلک یې د خوړو د نه خوندیتوب له لوړې کچې سره مخ دي او د بېلابېلو لاملونو له مخې، دغه وضعیت د خرابېدو لور روان دی.
د اقتصادي چارو شنوونکي، سیر قریشي، طلوع نیوز ته وویل: « دا چې د افغانستان اقتصاد په دغسې حالاتو کې دی، یو لامل یې د تېر حکومت سقوط او له بده مرغه په تېرو دوو کلونو کې د نړۍوالو مرستو درېدو هم د افغانستان اقتصاد ۲۵سلنه کوچنې کړی دی.»
په همدې حال، د اقتصاد وزارت وايي، نړۍواله ټولنه باید د اقتصادي ودې لپاره د افغانستان پر اقتصادي برخې لګول شوي بندیزونه لیرې کړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري، و ویل: « له نړۍوالې ټولنې غواړو چې د افغانستان خلکو ته نور ضرر ونه رسوي او د افغانستان اقتصادي ودې لپاره د بندیزونو لیرې کول یوه اړتیا ده.»
تر دې وړاندې، نړۍوال بانک ویلي وو چې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د افغانستان اقتصاد خرابېدو خواته روان دی او په دغه هېواد کې د بې روزګارۍ کچه دوه برابره شوې ده.
په دې اړه مو اندونه