Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لېږد رالېږد په اړه درې اړخیزه سیمه ییزه ناسته

د وسپنې پټلۍ اداره وایي، چې د دغې ادارې پلاوي د ازبکستان د لوژسټیک او ټرانسپورټ په ملي نندارتون کې پر ګډون سربېره یې، د ازبکستان او پاکستان د اوسپنې پټلۍ ادارو له استازو سره، پر افغان- ټرانس پروژې هم خبرې کړې دي.

د یادې ادارې ویاند طلوع نیوز ته و ویل، چې دغه پلاوي د ټرانسپورټ او لوژسټیک په برخه کې له یو شمېر فعالو شرکتونو لکه رېل پټلیو د بار د کانټینري کولو او د  واګونونو او ماشینونو د جوړېدو په تړاو هم خبرې کړې دي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې ویاند، عبدالسمیع درانی څرګنده کړه: « افغان پلاوي په دغه نندارتون کې ګډون کړی ده. د فعاله شرکتونو سره یې د رېل پټلۍ په اړه په مهمو موضوعاتو خبرې کړي دي. د دې سره په څنګ کې دغه پلاوي د ازبکستان او پاکستان له پلاویو سره هم درې اړخیزه ناسته کړې ده.»

 بل خوا، د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت هم ازبکستان ته د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټرولیم، مالیې او ټرانسپورت وزارتونو د استازو د سفر خبر ورکوي.

ورته مهال، د کانونو او صنایعو خونه د ټرانسپورت په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو په ځانګړې توګه د افغان – ټرانس پروژې د پلي کېدو په برخه کې د اسلامي امارت د مسوولینو پر هڅو ټینګار کوي.

د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال، سخي احمد پیمان، و ویل: « د افغانستان د اوسپنۍ پټلۍ اداره باید زموږ د ټرانزیټي اړیکو د پراختیا لپاره کوښښ وکړي. په رېل پټلۍ کې، په ځانګړې توګه د پانګې جذبولو لپاره د افغان-ټرانس بحث هم ډېر مهم دی. او د دې په تخنیکي اړخونو باید ډېر کار وشي، تر څو هغه فشارونه چې په نورو بندرونو کې پر افغانستان راځې، کمېږي.»

دغه راز، یو شمېر شنونکي د افغان- ټرانس د اوسپنې پټلۍ ارزښت ته په اشارې سره ټينګار کوي، چې د دغې پروژې په عملي کېدو سره به د افغانستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې یو لوی بدلون رامنځته شي.

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر، و ویل: « د افغان ټرانس رېل پټلۍ چې منځنۍ اسیا د جنوبي اسیا سره نښلوي، ټول ښکیل هېوادونه ترې ګټه اخیستلی شي.»

د اقتصادي چارو شنونکي، قطب الدین یعقوب په دې اړه څرګنده کړه: « د رېل پټلۍ کولی شي چې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان تر منځ د توکو چټک او اسانه لیږد ته لاره هواره کړي. او په پایله کې د اقتصادي لحاظه هم کولی شي چې د درې واړو هېوادونو په اقتصاد کې هم اغیزه وکړي.»

 د وسپنې پټلۍ ادارې او یو شمېر نورو وزارتونو پلاوي په داسې حال کې ازبکستان ته سفر کوي، چې تېره اوونۍ د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ یو جګپوړی پلاوی کابل ته راغلی و او د سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانسپورټ، د اوبو د مدیریت او کرنې سکټور په ګډون یې په بېلابېلو برخو کې د یو میلیارد او دوه سوه میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه