Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اروپایي ټولنې له راستنېدونکو کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

له پاکستانه راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستو په دوام، اروپایي ټولنې هم د دغو کډوالو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۶۱ میلیونه یورو ځانګړې کړي دي.

د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه پیسې به راستانه شویو کډوالو ته د سرپناه پر جوړولو، روغتیايي خدماتو او د څښاک د پاکو اوبو پر برابرولو ولګول شي.

د اروپایي ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي: « له دغو پیسو به ۶۰ میلیونه یورو په افغانستان کې فعالو سازمانونو او خدماتي بشري بنسټونو او یو میلیون نورې به یې هغو بنسټونو ته په واک کې ورکړ شي چې، په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د بشري مرستو په برخو کې کار کوي.»

د اقتصادي چارو شنونکي محمد نبي افغان، وویل: « باید یوه تګلاره او پروګرام جوړ شي ترڅو د دغو مرستو زیاته برخه زیانمنو ته ورسیږي.»

ځینې هغه افغانان چې، له پاکستانه راستانه شوي وايي، راروان ژمي اندېښمن کړي او له اسلامي امارته او مرستندویه بنسټونو غواړي چې، په دې سختو شرایطو کې یې لاسنیوی وکړي.

له پاکستانه اېستل شوې مینا، وویل: « موږ ته دې ځمکه راکړي، کور دې راکړي، کډوال یو د ژوند د دوام لپاره هیڅ شی نه لرو.»

له پاکستانه یو بل راستون شوي، اکبر وویل: « د افغانستان له حکومته غواړو چې زموږ سره مرسته وکړي، نه کور لرو نه ځای او نه پیسې.»

ورته مهال، اسلامي امارت بیا له نړۍوالو غواړي چې، بشري مرستې سیاسي نه کړي او په اوسنیو شرایطو کې له افغانانو او په ځانګړې توګه له راستنېدونکو کډوالو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل: « موږ غواړو چې بشري مرستې یې ډېرې شي او بله دا چې د کډوالو او بشري موضوعات دې سیاسي موضوعاتو سره نه یوځای کوي او بشري مرستو ته دي په بشري انګیزې سره دوام ورکړي.»

تر دې وړاندې، متحده عربي اماراتو هم له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو سره د ۲۰ زره خېمو مرسته کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه