Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شوکت میرضیایف: سیمه کې باید سوداګریز خنډونه له محدودیت پرته لرې شي

په ازبیکستان کې د اقتصادي همکاریو سازمان یا ایکو غونډه د اسلامي امارت د استازي له شتون پرته ترسره شوه.

د اقتصادي همکاریو سازمان یا ایکو په غونډه کې د ازبیکستان ولسمشر د دغې غونډې له غړو وغوښتل چې د افغان وګړو لپاره خپلې بشرپالې مرستې زیاتې کړي. هغه د افغان ټرانس پروژې پر پلي کولو هم ټينګار وکړ.

د ازبیکستان ولسمشر، شوکت میرضیایف وویل: « له بده مرغه موږ په تېرو کلونو کې د ترجیحي سوداګرۍ د تړون د لاسلیک په برخه کې د تمې سره سمې پایلې نه لرلې. له محدودیتونو پرته سوداګرۍ رامنځته کولو پر وړاندې اوس هم ډيرې ستونزې او خنډونه شته دی. موږ باید د اوسني وضعیت په منلو سره، مثبت او ضروري وضعیت پر لور د بدلون لپاره ځینې مهم ګامونه پورته کړو.»

ورته مهال، یو شمېر اقتصادي شنونکي پر دې باور دي چې د ایکو غونډې په څېر په نړۍوالو غونډو کې د افغانستان د ګډون لپاره اړتیا ده چې اسلامي امارت د نړۍ له لوري په رسمیت وپېژندل شي او په نړۍوالو غونډو کې د افغانستان د استازو ګډون به د اوسنیو ستونزو د حل لپاره ډير مهم رول ولوبوي.

د اقتصادي چارو شنونکي محمد نبي افغان، طلوع نیوز ته وویل: « موږ باید د نړۍ سره خپلې نږدې اړیکې وساتو، دوی ته قناعت ورکړو او د ایکو په څېر نړۍوالو پروګرامونو او کنفرانسونو  کې، چې زموږ لپاره ډېر مهم دي.»

د اقتصادي چارو شنونکي میر شکیب میر، وویل: « د ایکو کلنۍ غونډه کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو تر منځ، پر هغو فرصتونو، ننګونو او اړوندو مسایلو پرېکړې کیږي چې د غړو هېوادونو تر منځ سیمه ییزې سوداګري ته پراختیا وربښي.»

اسلامي امارت ټینګار کوي چې د اقتصادي همکاریو سازمان غونډې د لا زیاتې اغېزمنتیا لپاره باید د اسلامي امارت استازی هم بلل شوی وای.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز  ته و ویل: « دغه غونډه باید د سیاسي اصولو پر ځای د اقتصادي اصولو په رڼا کې ترسره شوې وای. باید موضوعات هلته نه وای ارزول شوي. له بده مرغه چې اسلامي امارت ته د ګډون اجازه ورنه کړل شوه.»

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري هم په دې تړاو وویل: « اسلامي امارت د اقتصادي او سوداګریزې پرمختیا لپاره د سیمې او ګاونډيو هېوادونو سره دی.»

د اقتصادي همکاریو سازمان یا ایکو ۱۶مه غونډه د ازبیکستان په تاشکند ښار کې د ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، ترکیې، ایران، پاکستان او اذربایجان هېوادونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

شریک یي کړئ