Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان له لارې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي توکي د محدودیت پر دوام نیوکې

د پاکستان له لارې پر افغان ټرانزیټي توکو د لګول شویو بندیزونو ورځې تېرېږي او د سوداګرو څه باندې څلور زره کانټینرونه په کراچۍ بندر کې بند پاتې دي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، چې د دغو بندیزونو له امله افغان سوداګرو ته څه باندې ۲۰ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس خانجان الکوزي په دې هکله وویل:«هغه بندیزونه چې دوی لګولي دي د نړۍوالې هوکړې او ډبلیو ټي او هوکړې پر خلاف دي، موږ نه شو کولای پر هغو شرایطو چې دوی لګولي خپل مالونه راواړوو.»

یو شمېر سوداګر له اسلامي امارته غواړي چې د اسلام اباد سره د کابل د ستونزو د حل په موخه یوه دایمي هوکړه وکړي او د ایران د چابهار بندر له لارې د توکو په لېږد کې د لګښتونو د راکمولو په برخه کې هم پام وکړي.

سوداګر محبوب الله محمدي په دې هکله څرګندوي:«په خپل منځ کې دې یو تفاهم ته ورسېږي چې دواړه لوري وکړای شي خپل مالونه د افغانستان د پاکستان له لارې او پاکستان د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته صادر کړي. که دغه ستونزه ژر حل نه‌شي زموږ سوداګرو ته به لوی لوی زیانونه ورسېږي.»

د اقتصادي چارو شنوونکي اذرخش حافظي په دې تړاو زیاته کړه:«که موږ وکړای شو چې د یوه ګاونډي په توګه د واخان هوایي دهلیز له لارې له چین سره خپله لار پرانیزو نو له دغې اړتیا خلاصېږو او نور بندرونه هم نه‌لرو او د توکو بیې هم ډېرې ټیټېږي.»

خو اسلامي امارت ډاډ ورکوي چې هڅې روانې دي تر څو ژر تر ژره د پاکستان له لارې د سوداګرو د توکو د لېږد په برخه کې ستونزې حل کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد، طلوع نیوز ته وویل:«موږ په ټینګار له پاکستان سره دغه موضوع شریکه کړې، هغوی ژمنه کړې چې دغه ستونزه به حل کېږي. موږ هم هڅې کوو چې دغه مسئله حل شي او زموږ سوداګرو ته نور زیان ونه رسېږي او دغه راز موږ په نورو لارو هم فکر کړی دی.»

تر دې وړاندې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې، روزا اوتنبایوا سره په کتنه کې د پاکستان له لنډمهالي حکومته غوښتي وو چې د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ د پاکستان له لارې افغان ټرانزیټي توکو ته اجازه ورکړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان له لوري د دغه هېواد له لارې د افغانستان په ټرانزیټي توکو له بندیزه نږدې دوه میاشتې تېرېږي او د سوداګرو څه باندې څلور زره کانټینرونه په کراچۍ بندر کې بند پاتې دي

شریک یي کړئ