Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قوش تیپې کانال امنیت لپاره ځانګړې قطعه جوړه شوه

کورنیو چارو وزارت د قوش تیپې کانال د امنیت ټینګښت لپاره یوه ۲۰۰ کسیزه ځانګړې قطعه ګمارلې ده.

د یاد وزارت مسوولینو ویلي، چې د هېواد په شمال کې د قوش تېپې کانال د پروژې د کار له پراخېدو سره به د دغو ځانګړو ځواکونو شمېر هم زیاتیږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع طلوع نیوز ته و ویل: «د امیر المومنین صېب د فرمان له مخې، د قوش تیپې کانال د امنیت خوندي کولو لپاره یوه ځانګړې قطعه جوړه شوې چې ۲۰۰ غړي لري چې دا یې لومړی پړاو دی.»

عبدالمتین قانع د کوم چا یې ډلې نوم له اخیستو پرته ویلي چې، د افغانستان دوښمنان ډير دي چې د افغانستان اقتصادي پراختیا او پر ځان بسیاینه نشي لیدلای.

د چارو یو شمېر شنونکي هم د قوش تېپې کانال د پروژې د امنیت ساتلو په موخه د ځانګړو ځواکونو د قطعې جوړېدل مهم بولي.

د اقتصادي چارو شنونکي، شمس الرحمن احمدزي طلوع نیوز ته و ویل: «د قوش تیپې کانال چارو ته د پېښېدونکو ګواښونو له منځه وړلو لپاره د کورنیو چارو وزارت لخوا د دې قطعې جوړول اړین دي، او د ستونزو مخنیوی کولی شي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکي، عبدالظهور و ویل: «د قوش تیپې کانال یوه ملي اقتصادي پروژه ده چې افغانستان لپاره یې ارزښت ډېر دی او د هغې د ساتلو لپاره د اسلامي امارت دا ګام ارزښتناک دی.»

د قوش تېپې کانال د ساتنې په موخه د ځانګړو ځواکونو د دغې قطعې د جوړېدو اعلان داسې مهال کیږي چې، اوس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دغه کانال شاوخوا ځمکو د وېش په تړاو په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي تبلیغات رد کړي دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د اسلامي امارت د رهبر د فرمان پر بنسټ هیڅوک حق نه لري چې د قوش تېپې کانال شاوخوا ځمکې و ویشي او یا یې و پلوري.

شریک یي کړئ