د جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې د جرمني د نړۍوالو همکاریو یا جي ای زیډ د څلورو کارکوونکو د نیول کېدو له امله غه بنسټ په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي دي.
د راپور له مخې د جرمني د نړۍوالو همکاریو سازمان افغانانو ته د مرستو رسولو په برخه کې فعالیت درلود.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال، محمد یونس مهمند وویل: «جي ای زېډ هغه الماني موسسه وه چې د میخانیکي ښوونځیو او ښوونیزو کورسونو سره او ځينې وخت د سوداګرۍ له خونې سره یې همکاري کوله، زه غواړم چې دغه موسسه په افغانستان کې پاتې شي، اوس مهال تر بل هېواد افغانستان پانګوونې ته ډېر چمتو دی.»
ورته مهال، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وايي چې په اوسني وضعیت کې د بنسټونو فعالیت مهم دی او اسلامي امارت اړتیا لري چې لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالنصیر رښتیا څرګنده کړه: « اړتیا ده چې اسلامي امارت د خپلو هڅو سره وکولای شي چې اسانتیاوې ورته رامنځ ته کړي تر څو د مرستندویو بنسټونو فعالیتونه پراختیا ومومي.»
اسلامي امارت د جرمني د نړیوالو همکاریو د سازمان یا جي ای زیډ د کارکوونکو د نیول کیدو په تړاو څه نه دي ویلي.
خو د اقتصاد وزارت وايي چې اسلامي امارت په هېواد کې د ملي ګټو په رڼا کې د مرستندویو بنسټونو ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اقتصاد وزارت ویلي وو، چې په تېر یوه کال کې په هېواد کې د شاوخوا ۲۲۰ کورنیو او بهرنیو مرستندویو بنسټونو فعالیتونه درول شوي دي.