Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حاجی عبیدالله صدرخیل:  ا.ا د سوداګرو ستونزې حل کړي دي

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا په یوې غونډه کې وایي چې، اسلامي امارت د سوداګرو ستونزې حل کړي دي.

خو د دغې شورا رییس حاجي عبیدالله صدرخیل ټینګار کوي چې د نړۍوالې ټولنې له لوري پر بانکي سکټور لګول شویو محدودیتونو اوس هم سوداګرو ته ستونزې راولاړې کړې دي.

ښاغلي صدرخیل په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سفارت د مسوولینو د ستاینې په پار په جوړه شوې غونډه کې، ویلي چې هڅه کوي تر څو بانکي ستونزې هم حل کړي.

په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس زیاته کړه: « اوس مهال په بانکي برخه کې ستونزې شته دي. سوداګر ستونزې لري، نه شي کولای پیسې انتقال کړي، دغه ستونزه تر اوسه نه ده حل شوې، چې دا د حکومت په لاس کې نه ده، او که د حکومت په لاس کې وه انشاءالله حل کوله یې.»

ورته مهال، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د بانکی ستونزو هوارېدل د سیمې له هېوادونو سره د راکړو ورکړو په زیاتېدو او د نورو پانګونو د جلب په برخه کې مهم رول لري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي څرګنده کړه: « ډېره جدي اړتیا ده چې غه ستونزه حل شي. تر څو د سوداګرو پر وړاندې بنسټيزه دورازه چې هغه بانک او د پیسو لیږد دی پرانیستل شي. راکړه ورکړه رسمي ده چې باید د نړۍوال بانک له لوري ترسره شي او د نړۍوال بانک په سیسټم کې باید راشي.» 

بل خوا، د اسلامي امارت ویاند ډاډ ورکوي چې دوی له نړۍوالې ټولنې سره په اړیکه کې دي څو اقتصادي بندیزونه، په تېره بیا په بانکي برخه کې لېري کړي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې اړه وویل: « په دغه برخه کې موږ ډېرې هڅې کړي دي او اوس هم دوام لري. له هېوادونو سره د ډیپلوماټیکې لارې خبرې شوي، له اړوندو لورو سره چې په دغه برخه کې اغیزمن دي، خبرې شوي، چې پر پیسو لګیدلي بندیزونه لیري شي او اسانتیا رامنځ ته شي.»

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د امریکا متحده ایالتو او اروپایي هېوادونو له لوري د هېواد نهه میلیارده ډالره شتمنۍ کنګل شوې، او د افغانستان بانکي سکټورهم له بندیزونو سره مخ شوی دی.

شریک یي کړئ