Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان وچه مېوه په عمان کې نندارې ته وړاندې شوه

د لومړي ځل لپاره د وچې مېوې په ګډون افغاني محصولات په عمان کې په یوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شول.

لس تنو افغان سوداګرو چې په دغه درې ورځني نندارتون کې یې ګډون کړی، وايي د محصولاتو لپاره د بازار موندنې په موخه باید په نړۍوالو نندارتونونو کې برخه واخلي.

سوداګر، محبوب الله محمدي په نړۍوالو نندارتونونو کې د افغانستان پر شتون په ټینګار سره وویل: « لومړی نندارتون وه، چې د عمان حکومت د افغانستان او عمان تر منځ د سوداګرۍ د زیاتوالي او د اړیکو د جوړولو لپاره مستقیماً سوداګرو ته بلنه ورکړه.»

یو بل سوداګر، صفت الله هم وویل: « د افغانستان وچه او تازه مېوه او نور محصولات دلته غواړي. ځینې خلک دلته زموږ د ارګانیک محصولاتو څخه کار اخلي.»

په عمان کې د افغانستان د سفارت مسوولین هم وايي، هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې کچه لوړه او لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

په عمان کې د افغانستان سفیر، عبدالصمد منیب په دې اړه وویل: « ډاډ ورکوو چې د افغانستان له محصولاتو او سوداګرو ملاتړ کوو، تر څو وکولای شي چې د عمان هېواد سره سوداګریز بهیر پیل کړي.»

بل لور ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په نړۍوالو نندارتونونو کې د افغان سوداګرو د ګډون لپاره هڅه کوي چې د هغوی د ویزې اړوندې ستونزې حل کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد طلوع نیوز ته وویل: « د ویزو په برخه کې موږ ټولو سوداګرو ته اسانتیاوې را منځ ته کړي دي. زموږ هغه سوداګر چې غواړي په نړۍوالو نندارتونونو کې د ګډون په موخه او یا هم د سوداګریزو قراردادونو د اخیستلو لپاره نورو هېوادونو ته سفر وکړي، کولای شي وزارت ته راشي موږ ورته د ویزې د اخیستلو بهیر ورته اسانوو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ورکړ شویو مالوماتو له مخې، یوازې په تېرو اتوو میاشتو کې په کور دننه ۱۳ نندارتونونه جوړ شوي چې د ۳۴ ولایتونو سوداګرو په کې خپل محصولات نندارې ته ایښي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه