اسلامي امارت وایي هڅې کوي چې روان زیږدیز کال چې تازه پېل شوی، په هېواد کې ډېرې بېځبنسټيزې پروژې پېل شي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیحالله مجاهد طلوعنیوز ته ویلي چې له چین سره د ورېښمو لارې یا د واخان دهلېز جوړول، د افغان-ټرانس پروژې عملي پېل او د کانونو استخراج په راتلونکو درېیو کلونو کې د اسلامي امارت له لویو موخو دي.
د اسلامي امارت د ویاند په خبره، په هېواد کې ډېرې بېخبنايي پروژې تر لاس لاندې دي چې ځینې نیمګړې پروژې به بشپړې شي او پر ځينو نورو به عملي کار پېل شي.
ذبیحالله مجاهد په دې هکله زیاته کړه:«لويې اقتصادي موخې مو د ورېښمو یا د واخان لار ده چې له چین سره نښلول کېږي. او دویمه هم دا چې هیله ده چې په راتلونکي پسرلي کې د افغان-ټرانس پروژې عملي کار شروع شي، او دغه راز د کانونو په برخه کې به د څېړنو له پړاوه د استخراج پړاو ته لاړ شوو په ځانګړې توګه د نفتو په برخه کې.»
د اقتصاد وزارت وايي د نویو بیخبنايي پروژو د پېل او د نیمګړو پروژو د بشپړولو اصلي موخه خلکو ته د کاري زمینې برابرول او ځان بسیاینه ده.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري په دې اړه وویل:«موخه مو خلکو ته د کاري زمینې رامنځ ته کول او د ځان بساینې په موخه د اقتصادي پرمختګ لپاره د زمینې برابرول دي.»
له دې سره سم، د اقتصادي چارو ځیني شنوونکي پر دې باور دي چې پر سترو بنسټیزو پروژو کار کول او د بېلابېلو پروژو عملي کول به د هېواد په اقتصادي وده او پراختیا کې اغېزناک پرېوځي.
د اقتصادي چارو شنوونکي شبیر بشیري وویل:«د ملي او زیربنایي پروژو پېل په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې کولای شي چې په ډېره سټراټېژیکه توګه له موږ سره د اقتصادي پرمختګ په برخه کې مرسته وکړي.»
د اقتصادي چارو بل شنوونکي احمد فردوس بهګزین هم څرګندوي:«د کانونو او انرژۍ لکه د نفتو او ګازو پر استخراج باید ځانګړې پاملرنه وکړو؛ ځکه زموږ په ګران هېواد کې شتون لري.»
د نړۍوال بانک د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د دغه بانک د څه باندې څلور مېلیارده او ۵۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت پروژې بندې شوې دي؛ خو د اسلامي امارت مالیې وزارت ویلي، د دغه وزارت او نړۍوال بانک ترمنځ خبرې دوام لري څو په روان زیږدیز کال کې د دغه بانک پر ۴۵ نیمګړو پروژو بیا کار پېل شي.