کابل ښاروالۍ د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په حضور سره د درېیو سړکونو د جوړېدو چارې چې لګښت یې ۹۵۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی، پیل کړې.
د کابل ښاروالۍ د مسوولینو په خبره، دغه پروژې د خېرخانې-کوتل سړک دویمه برخه، له شهید څلورلارې تر قصبې د غځېدلي سړک لومړۍ برخه او د هوایي ډګر له څلورلارې تر ګمرکه سړکونو جوړول دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د دغو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې له قرادادي شرکتونو وغوښتل څو پر ټاکلي وخت او لوړ کیفیت سره خپلې رغنیزې چارې بشپړې کړي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر زیاته کړه: «د ښار وضعیت هغسې نده چې کله موږ تر فتحې وروسته راغلو، له هر اړخه بدل شوی دی، دا زموږ له ملت سره همکاري ده او خلک باید اوږه په اوږه له مسوولینو سره مرسته وکړي.»
د کابل ښاروالۍ وایي :« د ۳۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت به د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې جوړېدو پروژه چې دوه نیم کیلومټره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، په ۲۰ میاشتو کې بشپړه شي. د ۱۷۵ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت به له قصبې د هوایي ډګر د څلویښت مټره سړک تر شهید څلور لارې پورې سړک ورغول شي. دغه سړک به ۴۵ متره سور او ۱.۹ کیلومټره اوږدوالی ولري چې په ۱۲ میاشتو کې به یې رغنیزې چارې بشپړې شي. د ۴۰۷ میلیونه افغانیو په ارزښت به د ۲.۸ کیلومټرو په اوږدوالي او ۶۰ مټره سور سره تر ګمرک پورې دهوایي ډکر د سړک د جوړېدو پروژه په ۲۰ میاشتو کې بشپړ شي.»
بلخوا، د پلازمېنې ځینې اوسېدونکي د سړک جوړونې پروژو پلي کېدل د ټرافیکي ګڼې ګوڼې په کمولو کې ګټورې بولي او پر معیاري جوړېدو یې ټینګار کوي.
د اوولسمې ناحیې اوسېدونکي، محمد صابر وویل: « خلکو په مینه دلته کورونه واخیستل خو دا چې دلته ټرافیکي ګڼه ګوڼه ډېره زیاته وه، خلکو نشوه کولای خپلو دولتي او خصوصي دندو ته پر وخت ورسیږي نو بېرته یې وپلورل.»
د کابل اوسېدونکي، عبدالکریم هم وویل: « شاوخوا د ۱۳ ولایتونو خلک د دغو سړکونو پر جوړېدو خوښ دي، د ۱۳ ولایتونو خلک د کابل-پروان پر سړک تګ راتګ کوي مخکې به ستونزې ډېرې وې.»
کابل ښاروالۍ د شمېرو له مخې په روان لمریز کال کې به د شپږ اعشاریه څلور میلیارده افغانیو په ارزښت د سړک جوړونې، کانالونو د جوړولو او د سیمو د زرغونتیا ۱۶۵ پروژې پلې شي.