Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اروپايي ټولنې افغانستان ته څه د پاسه ۳۰ مېلیونه یورو ځانګړي کړي

د اروپايي ټولنې د اسيايي برخي د اړیکو رییس پیټرس اوستټوبس د اقتصاد وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د دغې ټولنې له خوا افغانستان ته د ۳۰ مېلیونه یورو د ځانګړي کېدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي چې، د دغه بنسټ مرستې د خصوصي برخې، کوچنیو سوداګریو د ملاتړ، متشثبو ښځو ته د پورو ورکړې او په افغانستان کې له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره په پام کې نیول شوي دي. 

ښاغلي حبیب په وینا، پیټرس اوستوبس دغه راز زیاته کړې چې اروپایي ټولنه په پام کې لري، د افغانستان په ۲۵۰ کلیو کې د اقلیمي بدلون د مخنیوي په موخه د ۲۰ مېلیونه یورو په ارزښت بېلابېلې پروژې عملي کړي چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره به په افغانستان کې دېرش زره تنو ته د کار زمینه هم برابره شي.

ښاغلي حبیب په دې هکله وویل:«د خصوصي سکټور پیاوړتیا، د کوچنیو تشبثاتو وده، له سوداګرو مېرمنو ملاتړ، پانګونه او د کوچنیو پورونو ورکړې ته ۱۱٫۱ مېلیونه یورو ځانګړې شوې دي.»

بل خوا ځينو کاناډايي رسنیو له افغانستان سره د اوتاوا د پراختیايي مرستو د بیا پیلېدو خبر ورکړی دی.

د دغو رپوټونو له مخې، بشري سازمانونو له افغانستان سره د خپلو مرستو په بېرته پیلولو کې د کاناډا پر ځنډ نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دغه ځنډ د هغو کسانو لپاره له زیانه ډک دی، چې مرستې ته اړتیا لري.

اقتصاد پوه سید مسعود وايي:«د کاناډایانو او اروپایانو راتګ باید په نېک فال ونیول شي په ځانګړې توګه د مارکېټ او خلکو لپاره مهمه ده په هغه صورت کې چې سم مدیریت ولري فوق‌العاده ګټې لري.»

د اقتصادي چارو ځينې نور شنونکي د ځينو مرستندويه بنسټونو د فعاليتونو بيا پیلېدل او له افغانستان سره د اروپايي ټولنې مرستې په هېواد کې د بشري وضعيت په ښه‌والي او د بېوزلۍ په راکمولو کې اغېزناکې ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا څرګندوي:«په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته دغه مرستې په بشپړه توګه پرې شوې او یا هم کموالی وموند. که‌چېرې مرستندویه هېوادونه دغه مرستې له سره پېل کړي په ځانګړې توګه دغه مرستې په اقتصادي برخه کې وي له شک پرته خلکو ته کاري زمینه برابرېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې، اروپايي ټولنې تر دې وړاندې له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو د ستونزو د هواري په موخه د کډوالۍ له نړۍوال سازمان سره د ۱۷٫۷ مېلیون یورو په ارزښت د همکارۍ د هوکړه لیک د لاسلیک کېدو خبر ورکړی و.
 
د دغه وزارت ویاند وايي چې، د دغه بنسټ مرستې د خصوصي برخې، کوچنیو سوداګریو د ملاتړ، متشثبو ښځو ته د پورو ورکړې او په افغانستان کې له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره په پام کې نیول شوي دي. 

شریک یي کړئ