Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي پراختیا بانک: په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان کې ۱۴ پروژې لاسلیک شوي

د اسلامي پراختیا بانک د افغانستان د بشر دوستانه اماني صندوق په تړاو یوه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې  دغه بنسټ له خوراکي نا امنۍ سره د مبارزې، د ماشومانو د تغذیې د پروګرامونو، د روغتیایي مراقبتونو، ښوونې او د هېوادوالو لپاره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې خپلې مرستې وړاندې کړې دي.

د اسلامي پراختیا بانک په دغه راپور کې راغلي:«په ۲۰۲۳ کال کې د ۳۵.۳۵ مېلیونه ډالرو په ارزښت ۱۴ پروژې پلې شوي، چې ۲۴.۱۴ مېلیونه ډالره د افغانستان د بشردوستانه اماني صندوق له لارې لګول شوې دي.»

له دې سره هم‌مهاله، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وايي چې، بې وزلي او بې روزګاري د دې لامل شوې، چې تر ډېره په بشري مرستو اتکا وکړي او له مرستندویو بنسټونو غواړي چې، خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د کابل اوسېدونکی ذبیح‌الله د طلوع‌نیوز خبریال ته وايي:«د ټولو اقتصاد خراب دی. دلته راځم، د ورځې ۱۰۰ تر ۲۰۰ افغانیو عاید لرو، مقصد خپله ورځ تېروو. په کرایي کور کې ژوند کوو.»

بل پلو، د اقتصاد وزارت د بې‌وزلۍ د له‌منځه وړلو لپاره له افغانستان سره د بشري مرستو دوام مهم ګڼي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وویل:«د اسلامي پراختیا بانک له مرستو مننه کوو؛ خو هیله کوو چې د اسلامي پراختیا بانک او ټول مرستندویه بنسټونه پروژې په راتلونکي کې بېخ‌بناوو او پراختیايي پروژو ته متوجه کړي څو د افغانستان په ځان بساینې په برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.»

د اسلامي پراختیا بانک د ۱۹۷۵ کال د اکټوبر په ۲۰ مه د ۲۲ اسلامي هېوادونو لخوا د سعودي عربستان په جده ښار کې د ۷۵۵ مېلیونو اسلامي دینارو په لومړنۍ پانګې سره جوړ شو، چې موخه یې د اسلامي قوانیننو پر بنسټ د غړو هېوادونو او د مسلمانو ټولنو اقتصادي پراختیا او ټولنیز پرمختګ دی.

با این حال وزارت اقتصاد، ادامه کمک‌های بشری برای افغانستان را برای ریشه‌کن سازی فقر مهم می‌پندارد. 

شریک یي کړئ