د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ایران ته په سفر کې افغانستان لپاره د ایران له سفیر او ځانګړي استازي او د دغه هېواد د سیستان او بلوچستان ولایت له والي سره په لیدنه کې له ایران سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په پراختیا ټینګار کړی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، نورالدین عزیزي په دغه لیدنه کې د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پیاوړتیا لپاره د یوې تخنیکي کمېټې پر جوړولو هوکړه کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد وویل: « د دواړو هېوادونو د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پیاوړتیا او پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې اترې وشوې، ښاغلي نورالدین عزیزي د دواړو هېوادونو تر منځ یو لړ ستونزو ته په اشارې د هغوی پر حل ټینګار کړی دی.»
په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، اوس مهال ایران ته صادرات د وارداتو په پرتله کم دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال، محمد یونس مهمند وایي، د ایران - افغانستان له لارې کولای شي نورو هېوادونو په ځانګړې توګه چین، هند او ترکیې ته توکي صادر کړي او په دې برخه کې اسانتیاوې کولای شي د صادراتو په زیاتوالي کې مهم رول ولري.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال، محمد یونس مهمند وویل: « په دې وروستیو کې مو له اروپا سره ډېر ښه ټرانزیټ لره، اوس هم زموږ سوداګر ټرین ته په تمه دي، د ټرین له طریقه موږ ته ټرانزیټ ارزانه کیږي، موږ په ټرانزیټ کې هیڅ ستونزه نه لرو که په موټر کې وي او که په ټرین کې وي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو له مخې د روان زېږیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له ایران سره د ۶۹۵ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې چې ۱۴ میلیونه ډالر یې صادرات دي.
په دې اړه مو اندونه