Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ۱۴۰۲ کې د هوايي دهلیزونو له لارې ۱۴۵ میلیون ډالره صادرات شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په ۱۴۰۲ هجري- لمریز کال کې د هوايي دهلیزونو له لارې د ۱۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې د هوايي دهلېزونو له لارې د افغانستان صادرات د ۱۴۵ میلیونو ډالرو په ارزښت له ۲۷۰۰ ټنو ډېر وو.

د دغه وزارت ویاند وايي، ډېری صادرات د هوايي ډګرونو له لارې هند، متحده عربي اماراتو، ترکیې، ایران، ازبیکستان، جرمني او کاناډا ته شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد و ویل:« "په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد د هوايي ډګر له لارې د افغانستان صادرات د ۱۴۵ میلیونو ډالرو په ارزښت ۲۴۷ ټنه و، چې وچه او تازه مېوه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، کالي، نخود، غالۍ، زعفران، د پخلنځي لوښي او د وزې او غوا پوټکي پکې شامل دي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هوايي دهلېزونو له لارې صادرات د اقتصادي ودې په برخه کې مهم بولي او ټینګار کوي چې د هوايي دهلېزونو له لارې د لېږد لګښتونه باید کم شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، توکل احمدیار و ویل: « پخوا به یې موږ ته یوه سبسایډي راکوله، څو موږ یوه طریقه زده کړو چې په نړۍ کې زموږ همدا تولیدات وپېژندل شي او موږ ته ارزان تمام شي.»

بل خوا یو شمېر سوداګر د نړۍوالو هوایي شرکتونو د الوتنو بېرته پیلېدل د هوایي دهلیزونو له لارې د صادراتو په زیاتېدوکې مهم بولي.

یوه بل سوداګر، زلمي عظیمي و ویل: «که څه هم په افغانستان کې د بهرنۍ الوتنې بیا پیل شوي، زموږ غوښتنه دا ده چې اسلامي امارت زموږ لپاره د سب سایډي زمینه برابره کړي چې له هېواده بهر ته صادرات ولرو.»

دا په داسې حل کې ده، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې بهر ته د ۱ اعشاریه ۸ میلیارډ ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي چې یوه برخه یې د هوایي دهلیزونو له لارې صادرات جوړوي.

شریک یي کړئ