د رییس الورزا اقتصادي معاونیت د څه باندې ۴۴ میلیارد افغانیو په ارزښت د اتو پراختیايي پروژو د عملي کار له پیله خبر ورکوي.
د رییس الورزا د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې پر بنسټ، په دغو پروژو کې د سړکونو ، د کارخونو جوړول او د اوبو مدیریت شامل دي.
د رییس الوزرا اقتصادي معاونیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ۴۴ میلیاردو ۲۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اتو پروژو د عملي چارو د پيلېدو خبر ورکوي. په دغو پروژو کې د هرات- غور سړک پروژه، د خیرخانې کوتل د دویم سړک جوړېدل، د شهید څلور لارې - قصبې د سړک جوړېدل، ګمرک ته د هوایي ډکر د غځېدلي سړک جوړېدل، د درملو د دوو فابریکو او د غیر الکولي مشروباتو د یوې فابرکې جوړېدل شامل دي چې کارونه یې د روان لمریز کال په غويی میاشت کې د خصوصي سکټور په همکارۍ پیل شوي دی.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري و ویل: «اته مهمې پروژې چې د اسلامي امارت له لوري د غویي په میاشت کې پرې کار شوی دی، د ټرانسپورټ، صنعت او برېښنا د سکټورونو دي. زموږ موخه د هېواد د اوبو مدیریت او د درملو د کارخونو جوړول او د سړکونو او واټونو جوړوړل دي.»
بل پلو، د اقتصادي چارو شنونکي د دغو پروژو عملي کېدل د بې روزګارۍ په کموالي او اقتصادي وده کې اغېزناک ګڼي.
د اقتصادي چارو شنونکي، شاکر یعقوبي طلوع نیوز و ویل: «هیله دا ده چې د پروژو له پلي کولو سره د کار زمینه برابره شي او اقتصادي څرخ په حرکت راشي.»
د اقتصادي چارو یوه بل شنونکي، عبدالظهور مدبر هم و ویل: «پر پراختیايي پروژو کار کول کولای شي پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي د بېلګې په توګه د جي ډي پي او ملي عوایدو لوړول.»
د کانونو او صنایعو خونه وایي چې په هېواد کې د لویو پانګونو لپاره اړتیا ده چې بانکي محدودیتونه لېرې کړای شي.
د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال، سخي احمد پیمان څرګنده کړه: «په هغه صورت کې چې بانکي محدودیتونه راکم شي، او ډیرې اسانتیاوې رامنځته شي. د پانګونې د راجلبولو لامل به شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ریاست الوزرا قتصادي معاونیت د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره د روان لمریز کال په وري میاشت کې د څه باندې ۱۶میلیارده افغانیو په ارزښت د نهو پروژو د چارو د پیلېدو خبر ورکړل و.