د ملګرو ملتونو د مالي او اداري مشورتي کمېټې غړو او د یوناما استازو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په کتنه کې د بشري مرستو د اغېزناکتوب او په افغانستان کې د بېخبنایي پروژو د ملاتړ د امکان په تړاو خبرې کړې دي.
ښاغلي متقي په دغې کتنه کې ټینګار کړی، افغانستان نه غواړي چې د اوږدې مودې لپاره پر بشري مرستو متکي وي او باید په پراختیایي برخو کې هم مرستې وشي.
د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس شفیع اعظم د دغې کتنې په هکله وویل:«پر دې بحث وشو چې خصوصي سکټور پیاوړی شي، پېرودنې له داخله وشي، کوچنۍ او منځنۍ سوداګرۍ پياوړې شي او په ټول کې هغه پروژې پلې شي چې د کارموندنې لامل شي.»
د بهرنیو چارو وزارت دغه راز کابل ته د ملګرو ملتونو د مشورتي کمېټې د پلاوي د سفر موخه د افغانانو د لومړيتوبونو ټاکل بللي دي او ټاکل شوې چې، دغه پلاوی د افغانانو د اړتیاوو د اروزلو لپاره د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته هم سفرونه وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکي په اوسنیو شرایطو کې افغانستان ته د دغه پلاوي سفر مهم بولي.
د اقتصادي چارو شنونکی شبیر بشیري په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«له هغو همکاریو چې کولای شي دا دي چې په نړۍ په ځانګړې توګه پر امریکا او متحدانو یې فشار راوړي چې د افغانستان بانکونه د نورو اقتصادي تعاملاتو په توګه پاک وګڼي او له بندیزونو څخه یې وباسي.»
بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې یوازې په بشردوستانه برخه کې د نړۍوالې ټولنې مرستې د بې وزلۍ په کمښت کې اغېزناکې نهدي. د خانجان الکوي په وینا د اقتصادي ودې لپاره اړتیا ده چې بېخبنایي پروژو او د صنعت او سوداګرۍ ملاتړ ته پاملرنه وشي.
ښاغلی الکوزی زیاتوي:«نړۍ باید دې ته فکر وکړي چې دغه مرستې په بېخبنايي پروژو کې ولګول شي څو خلکو ته فرصتونه برابر شي او پر خپلو پښو ودرېږي. د خلکو له فکر او انرژۍ څخه دې استفاده وشي څو خلک کرار کرار له مفت خورۍ څخه خلاص شي.»
دا په داسې حال کې ده چې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په پراختیایي برخو کې مرستې درېدلي دي او د نړۍ تمرکز یوازې پر بشرپالو مرستو دی، دغه مرستې نهدي توانېدلي چې، د هېواد اقتصادي ناورین حل کړي.