Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کډوالۍ نړۍوال سازمان: افغانستان له بد بشري ناورین سره مخ دی

د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې، د نړۍ په کچه د بشري ناورین تر ټولو بد وضعیت سره مخ دی.

په دې راپور کې راغلي، د فقر، لوږې، خوارځواکۍ او د بېکارۍ کچې لوړېدل، د مرستو پرې کېدل او د نغدو پیسو کمښت هغه ننګونې دي چې، افغانان له نږدې درېیو کلونو راهیسې ورسره مخ دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په راپور کې ویل شوي: « افغانستان لا هم په نړۍ کې د بشري کړکېچونو د بد هېواد په توګه پاتې دی، وړاندوېنه کیږي چې په ۲۰۲۴ زېږیز کال کې، نږدې ۲۳ اعشاریه ۷ ميلیونه کسان یانې د افغانستان له نیمایي زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.»

راپور کاږي، تېرو دریو کلونو کې په افغانستان کې پرله پسې وچکالۍ او سېلابونو هم منفي اغېزې کړې دي.

د دغه راپور له مخې په ۲۰۲۳ زېږیز کال کې شاوخوا ۲۱ زره کسان له سېلابونو اغېزمن شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ خونې د عامل پلاوي رییس، سیم ساپي وویل: « ډېری وخت چې سېلابونه راځي کلیوالي او کرنیز ځایونه تر ډېره زیانمنوي، زموږ حاصلات کموي او د خوړو خوندیتوب ته هم زیان رسوي.»

په ورته مهال د اقتصاد وزارت سرپرست هم د ملګرو ملتونو د دفتر او تمویلونکو بنسټونو له رییسانو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د کار د ښه والي، همغږۍ او بشري مرستو د پراختیا په تړاو خبرې کړې دي.

د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب وویل: « د اقتصاد وزارت سرپرست د خلکو اقتصادي وضعیت لومړیتوب ته په کتو سره اوسني وخت کې د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار وکړ.»

د اقتصادي چارو شنونکي، سیر قریشي وویل: « په تیرو درېیو کلونو کې موږ د ناخالصو تولیداتو د ودې کمیدل او همدارنګه د پانګونې او اقتصادي خوځښتونو کمښت لیدلی، چې په هېواد کې د فقر او بېکارۍ د زیاتوالي لامل شوی دی.»

روان زېږیز کال ملګرو ملتونو له افغانانو سره د مرستې لپاره د درې میلیارده ډالرو غوښتنه کړې خو تر اوسه یې د دغو پیسو کمه اندازه یې ترلاسه کړې ده.

شریک یي کړئ