د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له پاکستان سره د ۸۰۲ میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګري شوې ده.
د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد ویلي، په دغو شمېرو کې د ۲۵۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شامل دي چې تر ټولو ډېر صادر شوي توکي تازه مېوې، سبزیجات، سکاره، پنبه او غالۍ دي.
هغه زیاته کړه: «له پاکستان سره د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د ۸۰۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت سوداګري شوې چې د ۲۵۴ میلیونه ډالرو په ارزښت یې صادرات او ۵۴۸ میلیونه امریکایي ډالر یې واردات دي.»
بلخوا، د پاکستان لومړی وزیر له افغانستان سره د دغه هېواد د ترجیحي سوداګرۍ په تړاو د خبرو لپاره د چمتووالي خبر ورکوي.
که څه هم د دغه هېواد لومړی وزیر د ترجیحي سوداګرۍ په تړاو نور جزییات نه دي ورکړي، خو په یوې اقتصادي غونډه کې یې ویلي دي، چې د ترجیحي سوداګرۍ د هوکړه لیکونو په تړاو له اذربایجان، افغانستان او نورو ښکېلو هېوادونو سره سلا مشورې روانې دي.
سوداګر محبوب الله محمدي و ویل: « ټول پروګرامونه باید د دې هوکړه لیک د عمل او عکس العمل کړنلارې پر بنسټ جوړ شي. ترڅو پر بنسټ یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکو کړنو شرایط ذکر شوي وي.»
خو د ځینو شنونکو په خبره، دا ډول هوکړه لیکونه معمولاً اقتصادي او سوداګریزې موخې لري، چې د کورني بازار پراختیا، د پانګونې جذب، په سیمه ییزه کچه تخصص پالنه او د سیالۍ پراختیا او په څو اړخیزو سوداګریزو مذاکراتو کې حضور پکې شامل دی.
په دغو هوکړه لیکونو کې ځینې سیاسي او امنیتي اهداف هم تعقیبېږي، چې له ډلې یې د سیمه ییز سیاسي ثبات زیاتېدو ته اشاره کېدای شي.
د اقتصادي چارو شنونکي عبدالنصیر رښتیا طلوع نیوز ته و ویل: « په دا ډول هوکړو کې معمولا هڅه دا کیږي چې یو ځانګړی سوداګریز توکی تبادله کړي او د یو بل سوداګریزو توکو ته ترجیح ورکړي. او له اقتصادي پلوه ډېر تاکید پر دې دی چې اقتصادي ادغام رامنځته شي.»
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه هم د سوداګریزو هوکړو لاسلیکول د هېوادونو د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې ګټور ګڼي او د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان سره د افغانستان د سوداګریزو ننګونو پر هواري ټینګار کوي.
د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې اجراییه رییس نقیب الله صافي و ویل: « د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل په موخه وړاندیز شوی و چې باید یوه ترجیحي هوکړه لاسلیک شي او پر بنسټ یې د پاکستان او افغانستان ترمنځ له لسو تر ۱۵ سوداګریزو توکو تعرفه صفر شي.»
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له پاکستان سره د سوداګریزو ستونزو د هواري لپاره د هڅو خبر ورکړ او ویې ویل چې دوی له پاکستان سره هوکړې ته رسېدلي چې په روان لمریز کال کې له دغه هېواد سره د موټرو تګ راتګ او سوداګري عادي حالت ته راوګرځي.
په دې اړه مو اندونه