د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې له دوو شرکتونو سره یې د پنځلسو کلونو لپاره د دوو لویو کانونو د کېندنې تړون لاسلیک کړی دی.
د دغه وزارت سرپرست وايي، دغه دوه شرکتونه د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د جګدلک د یاقوتو په کان او د هرات ولایت د باریت په کان کې څه باندې ۳۳ میلیونه ډالره پانګونه کوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور و ویل: « منرال یاقوت دي، ځای یې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې دی او مساحت یې ۶ اعشاریه ۸ کیلو مټره مربع دی. پر دغه کان ټولیزه پانګونه ۲۷ نیم میلیونه ډالره ده.»
هغه پانګوال چې پر دغو کانونو پانګونه کوي وايي، د کانونو په برخه کې د پانګونې د زیاتوالي په برخه کې د پانګوالو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول مهم دي او ډاډ ورکوي چې د کانونو د پروسس چارې به هم په هېواد کې دننه ترسره کړي.
پانګوال عبدالرحیم و ویل: « د باریتو څاګانو یوه اړتیا دا ده چې په راتلونکې کې چې کله دا باریت پوډر کیږي د نفتو په څاګانو کې ترې ګټه اخیستل کیږي او دې برخه افغانستان ځان بسیاینې ته رسولی شي.»
بلخوا، د اقتصادي چارو ځيني شنونکي وايي چې د کانونو سکتور ته پاملرنه او په رڼه توګه د قراردادونو ورکول د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ګټوره چاره ده.
اقتصاد پوه سید مسعود په دې اړه و ویل: « د کانونو په برخه کې دا چې دوامداره چاره نه بلکې لنډمهالې ده او پر ځمکه یو سوری پریږدي نو له کانونو ګټه اخیستل ځانته خپل شرایط لري چې په هغه کې د ملي ګټو ارزول، ګټورتیا، د سیمې او نړۍ بیې او د لېږد مسایل دي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت شمېرې ښيي چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې یې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د ۱۵ نسبتاً لویو کانونو قراردادونه لاسلیک کړي دي.
په دې اړه مو اندونه