Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان او ترکیي ترمنځ سوداګرۍ کې ۵۳ سلنه زیاتوالی راغلی

صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، ۱۴۰۲ هجري کال کې له ترکیي سره سوداګرۍ کې ۵۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی. 

د دغه وزارت د مالوماتو له مخې، تېر کال له ترکیې سره د څه باندې سل میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګري شوې، چې ۲۷ میلیونه ډالره یې صادرات دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزات ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد وویل: « ۱۴۰۲ کال کې شاوخوا ۱۰۷ میلیونه ډالره وه، چې ۲۷ میلیونه ډالر یې صادرات او ۸۰ میلیونه ډالر یې هم واردات دي، نسبت ۱۴۰۱ کال ته ۵۳ سلنه زیاتوالی ښیي.»

بل‌خوا، د کانونو او صنایعو خونه د کابل او انقرې ترمنځ د راکړې ورکړې زیاتوالی د دواړو هېوادونو په ګټه بولي.

د کانونو او صنایعو خونې لومړي مرستیال، سخي احمد پیمان وویل: « وروستي یو نیم کال کې ترکي پانګوال د افغانستان د کانونو او انرژۍ برخه کې پانګونې ته لېواله دي او دا یو ډېر ښه فرصت دی.»
  
تر دې وړاندې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي ترکیې ته سفر وکړ او له ترکي چارواکو سره یې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې وکړې.

شریک یي کړئ